کورپاڼه / خپلواک / د ١٩ کلنو نړيوال جام پيل به د افغانستان او سويلي افريقا له لوبې وشي
افغان ١٩ کلنه لوبډله

د ١٩ کلنو نړيوال جام پيل به د افغانستان او سويلي افريقا له لوبې وشي

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام د جنورۍ په ١٧مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلېږي، چې د دغه جام په لومړۍ لوبه کې به د افغانستان او سويلي افريقا ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې مخامخ شي.

افغانستان تر دې وړاندې په تمريناتي لوبو کې له هند او انګلستان لوبډلو سره مخامخ شو، چې د هند پر وړاندې د افغانستان ټوله لوبډله په ٤٤ منډو وسوځېدله او په ٢١١ منډو يې ماته وخوړله، همدا راز انګلستان ته يې بيا په ٢١ منډو ماتې ورکړه.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام چې پنځوس اوريزې سيالۍ پکې ترسره کېږي، ١٦ لوبډلې پکې ګډون لري او د پايلوبې په ګډون به پکې ٤٨ سيالۍ ترسره کېږي.

افغانستان په ډي ګروپ کې قرار لري، چې په دغه ګروپ کې ورسره د سويلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلې يو ځاى دي او ټولې لوبډلې به درې – درې لوبې ترسره کوي.

افغانستان به لومړۍ لوبه له سويلي افريقا سره د جنورۍ په ١٧مه نېټه، دويمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره د جنورۍ په ٢٢مه نېټه او دريمه لوبه د کاناډا سره د جنورۍ په ٢٤مه نېټه ترسره کوي.

د هر ګروپ نه به دوه مخکښې لوبډلې بل پړاو ته ځي، که چېرته افغانستان په خپلو درې لوبو کې په دوه لوبو کې بريا خپله کړه، نو کولاى شي چې مخکې لاړه شي.

د افغانستان په ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله کې نور احمد، اصف، صديق اتل، شفيق الله غفاري، فضل حق، عمران مير، جمشېد مير علي خېل، عابد محمدي، عبدالرحمان، رحمان الله، اسحاق شېرزاد، عابد تڼيوال، ابراهيم ځدراڼ، فرهان زاخېل او ظهېب زمانخېل شامل دي.

له دغه لوبډلې سره رييس احمدزى د مشر روزونکي په حېث تللى دى، چې له سويلي افريقا تګ نه مخکې يې په کابل کې خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه، چې دوى ياد جام ته پوره تيارى نيولى دى او په خپله لوبډله يې باور دى چې هېواد ته به بېرته ډک لاس راستنه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …