کورپاڼه / خپلواک / نازيه اقبال له خپل خاوند نه طلاق واخيست
نازيه اقبال

نازيه اقبال له خپل خاوند نه طلاق واخيست

خپلواک وېبپاڼه (٤ سپتمبر ٢٠١٩): د پښتو ژبې نوموتې سندرغاړې نازيه اقبال له خپل خاوند جاوېد فضا څخه طلاق واخيست. په ټولنيزو رسنيو خپره کړې يوه ويډيو کې جاوېد فضا خپلې ښځې نازيه اقبال ته طلاق ورکړ.

په ټولنيزو رسنيو يوه لنډه ويډيو خپره شوې ده، چې نازيه اقبال پکې په ډېر جذباتي او احساساتي ډول وايي، چې هغه له خپل خاوند نه په خپله خوښه طلاق غواړي او نور ورسره ژوند نه شي تېرولى. هغه وايي، چې نور له ژونده تنګه شوې ده او نه غواړي له خپل خاوند سره ژوند وکړي، نو هغې ته دې طلاق ورکړي.

همدا راز د نازيې اقبال خاوند جاوېد فضا بيا وايي، چې زه نه غواړم خپلې ښځې ته طلاق ورکړم، خو نازيه اقبال په خپله خوښه طلاق غواړي. هغه ترې دوه ځلې پوښتنه هم وکړي، چې ته په خپله خوښه طلاق غواړې؟ خو نازيه اقبال ورته په ځواب کې وايي، چې نور نه شم کولاى له تاسره ژوند وکړم.

بيا وروسته جاوېد فضا نازيه اقبال ته درې ځلې وايي، چې ته په ما طلاقه يې او ورته وايي، چې له دې وروسته زما او ستا ترمنځ هېڅ اړيکه نشته او له دې سره ويډيو پاى ته رسېږي.

خو د طلاق په اړه نه هم نازيه اقبال څه ويلي دي، چې ولې له خپل خاوند نه تنګه شوې او نور يې ورسره وخت نه تېرېږي او نه هم جاوېد فضا څه ويلي دي، چې ولې يې ترې خپله ښځه طلاق غواړي.

د يادولو وړ ده، چې نازيه اقبال په نږدې وخت کې سره د خپل خاوند او بچو د انګلستان لندن ښار ته تللې ده او هلته يې پناه اخيستې ده. له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره نوموړې په خپله وروستيو مرکه کې ويلي و، چې په پاکستان کې يې ژوند سخت و او د پاکستان حکومت د هغې خاوند (جاوېد فضا) چې افغان دى، شناختي کارټ نه ورکاوه او هلته له ډېرو مشکلاتو سره مخ وه.

نوموړې په هغه مرکه کې دا هم ويلي و، چې په پاکستان کې يې خپل او د بچو ژوند ته هم خطر و، نو له همدې امله يې هم پاکستان پرېښود او اوس يې خپل ټول ژوند په لندن کې غوره کړى دى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …