کورپاڼه / خپلواک / ايرلېنډ له ويسټ انډيزۍ لوبډلې خپل بدل واخيست
ايرلېنډ لوبډله

ايرلېنډ له ويسټ انډيزۍ لوبډلې خپل بدل واخيست

خپلواک وېبپاڼه (١٦ جنوري ٢٠٢٠): د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې وېسټ انډیز ته د ۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او د يو ورځنيو لوبو د بدل په اخيستو يې پيل وکړ.

په پيل کې د لوبې پچه ایرلېنډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ايرلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د وېسټ انډیزۍ لوبډلې ته د ۷ ويکټو په زیان د ۲۰۹ منډو ستر هدف ورکړ. د ایرلېنډ لپاره توپوهنه کې پاول سټېرلنګ په ۴۷ توپونو ۹۵ منډې وکړې چې توپوهنه کې یې ۸ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې، کيوين اوبراین په ۳۲ توپونو ۴۸ منډې، ګري او وېلسون ۱۹ منډې وکړې، د وېسټ انډیز لپاره توپ اچوونه کې شېلډون کاټريل، خېري پېري او ډوېن براوو ۲-۲ لوبغاړي او هايډن والش بیا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

په دوهمه پاڼۍ کې ويسټ انډیز د ټاکلو ٢٠ اورونو وروسته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې، د وېسټ انډیز لپاره ايوان ليويس په ۲۹ توپونو ۵۳ منډې، کېرون پولارډ په ۱۵ توپونو ۳۱ منډې، نېکولاس پوران ۲۶ منډې او لينډل سيمونز په ۱۴ توپونو ۲۲ منډې او شېرېفن ۲۶ منډې  وکړې.

د ایرلېنډ لپاره جوشوا لېټل د ۲۶ منډو ورکولو سره ۳ لوبغاړي، سیمي سينګ او جارج ډاکرېل ۱-۱ لوبغاړی او کرېګ یانګ بیا ۲ لوبغاړي وسوځول. د ایرلېنډ لخوا بري مکارټي تر ټولو ډېرې منډې ورکړې چې ۴ اورونو کې يې ۵۵ منډې وې، دا لوبه د لوبې تر وروستیو شېبو خورا جالبه روانه وه چې پای کې ایرلڼدۍ لوبډلې بریا خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی پاول سټېرلنګ وټاکل شو چې ۹۵ منډې یې کړې وې.

دا لوبه د لوبلړۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه وه چې د ويسټ انډیز په ګرېنېډا ښار کې ترسره شوه. د لوبلړۍ دوهمه لوبه د جنورۍ میاشتې پر ۱۹مه نیټه د افغانستان پر وخت د شپې ۲:۳۰ بجې پيلېږي.

ایرلېنډ د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې ۱۴م مقام او ويسټ انډیز بیا ۱۰م مقام له ځان سره لري.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …