کورپاڼه / خپلواک / د هند کرکټ بورډ د لوبغاړو قراردادونه او معاشونه رسنيز کړل
د هند کرکټ لوبډله

د هند کرکټ بورډ د لوبغاړو قراردادونه او معاشونه رسنيز کړل

خپلواک وېبپاڼه (١٦ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI د خپلو لوبغاړو سره د نوي کال قرارداد او د لوبغاړو کلني معاشونه هم له رسنيو سره شريک کړل، خو په دې لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى مهيندرا سينګ دهوني نوم نشته، چې تر ډېره پرې خلکو نيوکې هم کړي دي.

کرکټ بورډ د نوي کال لپاره د ٢٧ لوبغاړو سره قرارداد په اړه خبر ورکړى دى، چې دغه لوبغاړي په څلورو کټګوريو کې وېشل شوي دي.

په دې لړ کې درې لوبغاړي په اې پلس کټګورۍ کې دي، چې په هغوى کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي، روهيت شرما او جسپريت بومرا نومونه شامل دي چې ٧ کروړه يا ٧٠ ميليونه هندي کلدارې کېږي.

په اې ګروپ کې بيا د روي چندرن اشوين، رويندرا جډيجا، بوينشور کمار، چيتيشور پوجارا، اجينکى ريهانى، کى ايل راهول، شيکر دهون، محمد شامي، کلديف يادو، ايشانت شرما او ريشاب پانټ نومونه شامل دي، چې دوى ته ٥ کروړه يا ٥٠ ميليونه هندي کلدارې ورکول کېږي. په دې کې بيا کى ايل راهول پرمختګ کړى دى او دغه کټګورۍ ته يې ځان رارسولى دى.

همدا راز په بي کټګورۍ کې بيا د وريدمان ساها، اوميش يادو، يوژيندرا چاهل، هارديک پانډيا او ماينک اګروال نومونه شامل دي، چې دوى ته ٣ کروړه يا ٣٠ ميليونه هندي کلدارې ورکول کېږي. په دې کې وريدمان ساها پرمختګ کړى دى او ماينک اګروال سره بيا تېر کال قرارداد نه و شوى.

په وروستۍ يا سي کټګورۍ کې چې بيا کوم لوبغاړي شامل دي په هغوى کې کيدار جادو، نوديپ سېني، ديپک چاهار، منېش پانډى، هنوما ويهاري، شردل ټاکر، شرياس اير او واشينګټن شامل دي، چې دوى ته ١ کروړ يا ١٠ ميليونه هندي کلدارې ورکول کېږي. په دې لړ کې بيا نوديپ سېني، ديپک چاهار، شردل ټاکر، شرياس اير او واشينګټن سندر هغه لوبغاړي دي چې تېر کال ورسره قرارداد نه و شوى.

خو په دې ليسټ کې بيا د نامتو توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني نوم نشته دى، چې خلکو يې له لامله د هند پر کرکټ بورډ سختې نيوکې کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …