کورپاڼه / خپلواک / د هند کرکټ بورډ د لوبډلمشرې ميتالي راج کلنى معاش راکم کړ
ميتالي راج

د هند کرکټ بورډ د لوبډلمشرې ميتالي راج کلنى معاش راکم کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٦ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ د نارينه و کرکټرانو تر څنګ د ښځينه کرکټرانو د کلني قرارداد او معاش په اړه هم له رسنيو سره معلومات شريک کړل، چې په ټولنيزو رسنيو کې پرې ډېرى خلکو نيوکې هم کړي دي.

د هند کرکټ بورډ يا BCCI د معلوماتو تر مخه، په اوله درجه کې هرمن پريت کور، سمريتي مندانا او پونم يادو سره د ٥٠ لکه يا ٥ ميليونه هندي کلدارو قرارداد شوى دى.

په دويمه درجه کې بيا د ميتالي راج، جولن ګوسوامي، ايکتا بيشت، رادها يادو، شيکها پانډى، ديپتي شرما، جميمه روډريګوز او تانيا باټيا دي، چې د ٣٠ لکه يا ٣ ميليونه هندي کلدارو په بدل کې ورسره قرارداد شوى دى. په دې لړ کې د هند د ښځينه کرکټ لوبډلې لوبډلمشره ميتالي راج، چې تېر کال په اوله درجه کې وه، سږکال دويمې درجې ته راکوزه کړاى شوې ده او د ٥ ميليونو پر ځاى ورسره د ٣ ميليونو په بدل کې قرارداد شوى دى.

همدا راز رادها يادو او تانيا باټيا ته بيا پرمختګ ورکړل شوى دى او د دريمې درجې پر ځاى ورسره دويمه درجه قراردادونه شوي دي.

په دريمه درجه کې بيا ويدا کرشنا مورتي، پونم راوت، انوجا پټېل، مانسي جوشي، ډي هيمالتا، اروندتي ريډي، راجيشوري ګايکواړ، پوجا وستراکار، هرلين ديول، پريا پونيا او شفالي ورما دي، چې دوى سره د يو ميليون کلدارو په بدل کې قراردادونه شوي دي، وروستۍ درې يې بيا هغه لوبغاړې دي چې هند کرکټ بورډ ورسره په لومړي ځل قرارداد کړى دى، همدا راز مونا مشران بيا هغه لوبغاړې ده چې هند کرکټ بورډ ورسره سږکال هېڅ قرارداد نه دى کړى.

د دغه معلوماتو له خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د هند کرکټ بورډ باندې سختې نيوکې هم شوې دي. دوى وايي چې ولې نارينه و ته په کروړونو کې معاشونه ورکول کېږي او ښځو ته په لکونو کې، خو ځينو کسانو بيا دا هم ويلي دي، چې که څوک د ښځو د لوړو معاشونو په اړه نيوکې کوي، هغوى ته پکار دي چې د ښځو د کرکټ لوبې دې هم وګوري.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …