کورپاڼه / خپلواک / ترکیه کې داسې مسجد جوړ شوی چې ۶۳ زره لمونځ کوونکي پکې ځايېږي
Turkey

ترکیه کې داسې مسجد جوړ شوی چې ۶۳ زره لمونځ کوونکي پکې ځايېږي

خپلواک وېبپاڼه (۱۶ جنوري ۲۰۲۰): د ترکيې په استانبول کې داسې یو مسجد جوړ او پرانيستل شو، چې په یوه وخت پکې ۶۳ زره لمونځ کوونکي کې لمونځ ادا کوای شي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د چاملیجا په نوم تر ټولو ستر مسجد جوړ او پرانیستل شو، چې پر یوه وخت پکې ۶۳ زره لمونځ کوونکي لمونځ ادا کوای شي، دغه مسجد نږدې ۳۰ زره متره پراخوالی لري او ۶۳ زره لمونځ کوونکي پکې پر یوه وخت لمونځ ادا کوای شي. د یاد مسجد نوم په استانبول کې د یوې غونډۍ له نوم نه اخیستل شوی دی. د دغه مسجد د جوړېدو چارې د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت پيل شوې وې، چې په میلیونونو ډالر مصرف پرې راغلی دی.

د ترکیې د رسمي ادارو په وینا، د چاملیجا مسجد په ترکيه کې یوازینی تر ټولو ستر مسجد دی، چې پر یوه وخت پکې شاوخوا ۶۳ زره لمونځ کوونکي لمونځ ادا کولای شي.

د دغه مسجد له پرانیستې وروسته چې د ترکیې لوی مذهبي مشر علي ارباش زرګونو لمونځ کوونکو ته چې بهرني مېلمانه هم پکې وو، د جمعې لمونځ ورکړ.

په دغه مسجد کې د ۱۱ زره مترو په پراخوالي سره لوی موزیم، د ۳۵۰۰ متره په اندازه هنري ګالري، د کنفرانس صالون، کتابتون او نور تاسیسات جوړ شوي دي، چې له تېرو شپږو کالونو راهیسې پرې کار روان و.

په استانبول کې د چاملیجا د جامع مسجد په پرانیسته کې پر رجب طیب اردوغان او د ترکیې پر لوړپوړو چارواکو سربېره د د البانیا، ګیني، سینګال، آذربایجان، یونان، ایران، فلسطین، قطر، ازبکستان، قزاقستان او د نورو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

د دغه مسجد د معمارۍ په برخه کې د سلجوقي او عثماني دورو له هنرونو نه ګټه اخیستل شوي دي او د دغو دورو د ارزښمنو ودانیو په ډول جوړ شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …