خپلواک وېبپاڼه (٤ سپتمبر ٢٠١٩): د ١٩ کلنو کم عمره ملي لوبډله به سبا د اسيا جام سياليو کې د پاکستان له لوبډلې سره مخ کېږي. دغه لوبې چې پنځوس اوريزه دي، د افغانستان پر مهال اته نيمې بجې پيلېږي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ١٩ کلنو کم عمره اسيايي جام سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې سره سبا د افغانستان پر مهال اته نيمې بجې ترسره کوي.
د ١٩ کلنو کم عمره لوبغاړو اسيايي جام سيالۍ چې په سريلانکا هېواد کې سبا پيلېږي، پکې اته لوبډلې ګډون لري، چې د افغانستان په ګډون پکې پاکستان، هند، کويټ، سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او نيپال ګډون لري.
په دغه سياليو کې ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې افغانستان، هند، پاکستان او کويټ په يوه ګروپ کې او سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او نيپال په بل ګروپ کې سره يو ځاى دي.
يادې لوبې چې د سپتمبر په ٥مه نېټه پيلېږي، پايلوبه به يې د سپتمبر په ١٤مه نېټه ترسره شي.
په دغه لوبو کې د افغانستان نولس کلنه لوبډله خپله لومړۍ لوبه له پاکستان، دويمه لوبه له کويټ او دريمه لوبه له هند سره ترسره کوي.
په دواړو ګروپونو کې به دوه دوه لوبډلې نيمه پايلوبو ته ځي او له هغه ځايه به بيا دوه لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کوي.
د يادولو وړ ده چې د نولس کلنو ځوانانو اسيايي جام سيالۍ يو ځل افغانستان هم ګټلي دي.