کورپاڼه / خپلواک / مشفیق الرحیم پاکستان ته د لوبو لپاره له تللو ډډه وکړه
Mushfqur Rahim

مشفیق الرحیم پاکستان ته د لوبو لپاره له تللو ډډه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۶ جنوري ۲۰۲۰): د بنګلدېش د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان او تکړه لوبغاړی مشفیق الرحیم پاکستان ته د کرکټ لوبو لپاره له تللو ډده وکړه. ټاکل شوې چې د بنګلدېش او پاکستان تر منځ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۴مه، ۲۵مه، ۲۶مه او ۲۹مه ورځ درې شل اوريزې لوبې وشي، چې دغه لوبې به د پاکستان په کوربتوب ترسره شي.

خو تازه د بنګلدېش د کرکټ لوبډلې پخواني کپتان مشفیق الرحیم پاکستان ته له تللو دډه کړې ده او چمتو نه دی، چې دغه هېواد ته د لوبو کولو لپاره ولاړ شي.

د پاکستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلو تر منځ د لوبو لړۍ به په روانه میاشت کې پيل شي، یاد هېوادونه یو له بل سره درې ۲۰ اوریزې، دوه ټېسټ لوبې، او یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

یاد ټیمونه به د روانې جنوري مساشتې له ۲۴مې تر ۲۷مې درې شل اوریزې لوبې په لاهور کې ترسره کړي، د فبروري له ۷مې نه تر ۱۱مې نېټې پورې به یوه ټېسټ لوبه په راولپنډۍ کې ترسره کړي او د پي اېس ایل د پای ته رسېدو په ورځ به یوه یو ورځینۍ لوبه هم ترسره کړي او وروستۍ ټېسټ لوبه به د اپرېل له ۵مې تر ۱۱مې نېټې پورې په کراچۍ کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یادو لوبو ته به د بنګلدېش کرکټ لوبډله درې ځلې پاکستان ته ولاړ شي او په بېلابېلو تاریخونو به یادې لوبې وکړي.

له دې مخکې د بنګلدېش کرکټ لوبډلې له پاکستانۍ لوبډلې سره له ټېسټ لوبلړۍ څخه ډډه کړې وه او یوازې د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره یې چمتووالی ښودلی و، خو اوس د بنګلدېش کرکټ لوبډله یادو لوبو ته چمتو شوي او په ۲۴م د جنوري به له پاکستانۍ لوبډلې سره لوبه پیل کړي.

د مشفق الرحیم په اړه تازه څه نشته، چې نوموړی به رښتیا هم پاکستان ته له تللو ډډه وکړي او که دې ته به چمتو شي، چې پاکستان ته د لوبو لپاره د خپل ټیم ملتیا وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …