کورپاڼه / خپلواک / د کرن خان د شاعرۍ لومړنى کتاب چاپ شو
کرن خان

د کرن خان د شاعرۍ لومړنى کتاب چاپ شو

خپلواک وېبپاڼه (١٦ جنوري ٢٠٢٠): د پښتو ژبې د نامتو سندرغاړي کرن خان د شاعرۍ لومړنى کتاب (مينه او مننه) چاپ شو او خپور شو.

کرن خان چې له تېرې يوې لسيزې زيات وخت کېږي، پښتو سندرې وايي، هغه د موسيقۍ تر څنګ شاعري هم کوي، چې تازه يې خپله شعري ټولګه چاپ کړه.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه د خپلې شاعرۍ د لومړني کتاب د چاپ په اړه پوسټ کړى دى او خپل مينه يې د خپلې شاعرۍ د کتاب له چاپولو خبر کړي دي.

کرن خان په خپل پوسټ کې ليکي: ((ملګرو سلامونه مې ومنئ! زما د شاعرۍ اول کتاب (مينه او مننه) چاپ شو، د سبا نه د خېره سره خپرېږي. هغه ملګري چې زما د شاعرۍ د کتاب غوښتنه يې کوله، هغوى ته دې ډالۍ وي.))

د کرن خان د شاعرۍ کتاب، چې د پښتۍ په دواړو مخونو يې د هغه انځورونه چاپ دي، په وروستي مخ يې يوه ټپييزه ليکل شوې ده، چې په لاندې ډول ده:

مينه، نېکي، رحم، سمبول و

درد، غم او کبر سم بې تول و

ارمان يو شوي لکه شپول و

بېګاه په کور کې ټول راټول و

ته پکې نه وې ما دې وکړل ارمانونه

د کرن خان مينه او مننه کتاب

کرن خان چې پښتو موسيقۍ کې له راتګ سره سم يې ټپييزې وويلې او هغې ته يې داسې شهرت ورکړ، چې د هغه له ويلو وروسته ډېرو شاعرانو د ټپييزو په ليکلو پيل وکړ او يو شمېر کتابونه يې چاپ شول.

کرن خان نه يوازې دا چې په پښتو کې يې معياري موسيقي انتخاب کړه، بلکې هغه د سترو او نامتو شاعرانو معياري کلامونه هم په خپل خواږه غږ کې وويل او د دې تر څنګ چې د خلکو د موسيقۍ مينه ماته کړي، خلکو ته يې د يووالي او ورورولۍ پېغامونه هم ورکړل.

کرن خان ځينې خپل شعرونه هم په خپله ويلي دي، چې په دې کې يې د (باچا خاني پکار ده) چاربېته، چې هغه په خپله ليکلې او ويلې ده، ډېره زياته مشهوره شوه چې په لر و بر کې اوس هم په ډېره مينه اورېدل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …