کورپاڼه / خپلواک / افغان ١٩ کلنه لوبډله به د سويلي افريقا لوبډله ماته کړاى شي؟
سويلي افريقا او افغانستان

افغان ١٩ کلنه لوبډله به د سويلي افريقا لوبډله ماته کړاى شي؟

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): نن د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام پيلېږي، چې لومړۍ سيالۍ کې به د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو او د کوربه هېواد سويلي افريقا ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره مخامخ شي. دغه لوبه د سويلي افريقا په کيمبرلى کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ١٢:٣٠ بجې به پيل شي.

افغانستان او سويلي افريقا کې به نن کومه لوبډله بريالۍ شي؟ په دې اړه بايد تېرو لوبو او اوسنيو لوبغاړو ته لنډ نظر وکړو.

که د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام نه مخکې تمريناتي لوبو ته نظر وکړو، نو افغانستان لومړۍ تمريناتي لوبه له هند سره ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې د افغان توپوهونکو توپوهنه په بشپړه توګه ناکامه ثابته شوه او ټوله لوبډله يې په ٤٤ منډو وسوځېدله چې په ٢١١ منډو يې له هندۍ لوبډلې ماته وخوړله.

همدا راز سويلي افريقا بيا لومړۍ تمريناتي لوبه د سريلانکا لوبډلې سره ترسره کړه، چې د سريلانکا د ١٩٨ منډو د هدف په تعقيب کې د سريلانکا لوبډله په ١٨٢ منډو وسوځېدله او سريلانکا په ١٥ منډو بريا خپله کړه.

افغانستان په دويمه تمريناتي لوبه کې ښه کم بېک وکړ او د عبدالرحمان او اسحاق شېرزاد په مټ يې انګلستان ته ٢٠٦ منډې هدف وټاکه، چې انګلستان ياد هدف پوره نه کړاى شو او په ٢١ منډو افغانستان بريا خپله کړه.

همدا راز سويلي افريقا بيا له کمزورې لوبډلې نايجيريا نه لوبه په ډېرۍ اسانۍ سره وګټله، ځکه د نايجيريا لوبډلې يوازې ٦١ منډې کړې وې او سويلي افريقا د ٦٢ منډو هدف ډېر په اسانۍ پوره کړ.

خو که چېرته د افغانستان او سويلي افريقا د ١٩ کلنو ځوانانو سياليو ته ځير شو، نو دواړو لوبډلو درې سيالۍ ترسره کړي دي، لومړۍ سيالۍ چې د ٢٠١٤ په ١٩ کلنو جام کې ترسره شوې، سويلي افريقا د افغانستان د ١٩٨ منډو هدف د يوې ١ ويکټې په تاوان پوره کړى دى او وروسته په ٢٠١٩ کې هم سويلي افريقا د افغانستان له لوري ورکړل شوي هدفونه پوره کړي او په دغه سياليو کې يې هم بريا خپله کړې ده.

خو نن د افغانستان او سويلي افريقا لوبه کې نور احمد، عابد محمدي او ابراهيم ځدراڼ نه ډېرې هيلې کېداى شي چې دوى د سويلي افريقا پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړي او افغان لوبډله بريالۍ کړي، همدا راز سويلي افريقا هم د جوناتن برډ او برايس پارسون په څېر لوبغاړي لري، چې ښايي د افغانستان پر وړاندې ښه وځلېږي.

خو که افغان ١٩ کلن ځوانان که خپلې وړتيا پام وکړي او په وخت سره ترې سمه استفاده وکړي، نو دوى ته به د سويلي افريقا لوبډلې ماتول ګرانه خبره نه وي، ځکه تر دې مخکې يې په تمريناتي لوبه کې د انګلستان په څېر پياوړې لوبډله هم ماته کړه، ځکه افغان ځوانان ډېره وړتيا لري او دوى کولاى شي چې سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …