کورپاڼه / خپلواک / مصباح: که سرفراز پي ايس ايل کې ښه لوبه وکړه، لوبډلې ته به راشي
سرفراز احمد

مصباح: که سرفراز پي ايس ايل کې ښه لوبه وکړه، لوبډلې ته به راشي

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش پر وړاندې لوبو لپاره د پاکستان کرکټ بورډ خپله لوبډله اعلان کړه، خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سرفراز احمد يو ځل بيا په دغه نوملړ کې نه دى شامل.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مصباح الحق د سرفراز احمد د ملي لوبډلې بېرته راتګ په اړه وويل، که چېرته سرفراز احمد په پاکستان سوپر ليګ کې ښه لوبه ترسره او ځان يې ثابت کړ، نو ملي لوبډلې ته د بېرته راتګ چانسونه يې شته.

سرفراز احمد هغه مهال له نيوکو سره مخ شو، چې په سويلي افريقا کې يې ټېسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزو لوبلړۍ کې پرلپسې ماتې وخوړې او همدا راز ٢٠١٩ نړيوال جام کې هم پاکستانۍ لوبډلې کومه کارنامه ترسره نه کړه او په لومړي پړاو کې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه.

له هغه وروسته پاکستان د سريلانکا لوبډلې کوربه توب وکړ او په شل اوريزو سياليو کې پاکستانۍ لوبډلې د وايټ واش سره مخ شوه، که يوه لوري ته پاکستاني مينه والو پر کرکټ بورډ او سرفراز احمد سختې نيوکې وکړې، نو بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ هم لاس په کار شو او سرفراز احمد يې له لوبډلمشرۍ څخه ليرې کړ.

پاکستان د اسټراليا په کوربه توب چې کومې لوبې ترسره کړې، په هغه کې سرفراز احمد ان په ١٥ کسيزه لوبډله کې هم نه و شامل شوى او اوس يو ځل بيا چې پاکستان د بنګله دېش پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه نو سرفراز احمد په ١٥ کسيزه لوبډله کې نشته.

خو د پاکستان کرکټ ملي ټيم د مشر روزونکي مصباح الحق په وينا، چې د سرفراز احمد د ملي لوبډلې ته بېرته راتګ چانس شته دى او که چېرته نوموړى په پاکستان سوپر ليګ کې ښه ولوبېږي، نو دوى به د هغه په بېرته راوستلو باندې فکر وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …