کورپاڼه / خپلواک / د غفاري خطرناکې توپ اچونې افغان لوبډله بريالۍ کړه
افغان لوبډله

د غفاري خطرناکې توپ اچونې افغان لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د شفيق الله غفاري خطرناکې توپ اچونې او د عمران او ابراهيم ځدراڼ چټکې توپوهنې افغان ١٩ کلنه کم عمره لوبډله د ١٩ کلنو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې بريا ته ورسوله.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام سيالۍ نن په سويلي افريقا کې پيل شوې، چې افغانستان او سويلي افريقا ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره مخامخ شوې.

د لوبې په پيل کې پچه د سويلي افريقا لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې کړه.

د سويلي افريقا ځوانان د افغان توپ اچونکو پر وړاندې ونه درېداى شو او د سويلي افريقا ټوله لوبډله په ٢٩.١ اورونو کې وسوځېدله چې ١٢٩ منډې يې وکړې، د دوى له لوري لوبډلمشر برايس پارسون ٤٠ او ګيرالډ ګويټزى ٣٨ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري شفيق الله غفاري خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې پرلپسې يې د افريقايي لوبغاړو ويکټې ترلاسه کړې، نوموړي په ٩.١ اورونو کې ١٥ منډې ورکړې او ٦ ويکټې يې ترلاسه کړې. همدا راز فضل حق او نور احمد هم ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٣٠ منډو هدف افغان لوبډلې په ډېرۍ اسانۍ سره د ٣ لوبغاړو په سوځېدو په ٢٥ اورونو کې پوره کړ او د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام پيل يې په بريا سره وکړ.

د افغانستان لپاره عمران مير او ابراهيم ځدراڼ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې ٥٧ او ٥٢ منډې يې وکړې. د سويلي افريقا له لوري بيا اچيل کلويټ ٢ لوبغاړي وسوځول.

شفيق الله غفاري چې نن يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړې وه او ٦ لوبغاړي يې سوځولي و، د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

افغانستان ١٩ کلنه کم عمره لوبډله به خپله دويمه لوبه د جنورۍ په ٢٢مه نېټه د متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …