کورپاڼه / خپلواک / هندۍ اداکارې سونم کپور سره د ټکسي چلوونکي بد اخلاقي
Sonam kapoor

هندۍ اداکارې سونم کپور سره د ټکسي چلوونکي بد اخلاقي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ جنوري ۲۰۲۰): د بالیووډ نوموتې اداکارې سونم کپور په لندن کې په انلاین ټکسي سروېس کې تګ له خطره ډک وګڼلو.

سونم کپور په لندن کې د انلاین ټکسي سروېس په اړه خپله بده خاطره د ټولنیزو رسنیو له لارې له خپلو مینوالو سره شریکه کړه او د لندن د انلاین ټکسي سروېس کې د تګ له امله د ورپېښ شوي خطر په اړه سپیناوی وکړ.

سونم کپور په ټویټر کې د یوه ټویټ په خپرولو سره خپلو مینوالو او په ټويټر کې د هغې څارونکو ته لیکلي، چې په لندن کې په دغې ټکسي کې سفر خورا خطرناکه او بوږنوونکې تجربه وه.

نوموړې له خلکو غوښتي، چې په لندن کې د انلاین ټکسي سروېس په موټرو کې له سفر نه ډډه وکړي او د دغو ټکسیاو پر ځای د لندن له دولتي موټرو او ملي بسونو ګټه واخلي.

په ټويټر کې له نوموړې څخه د مینوالو د پوښتنو نه وروسته ولیکل: ((د یادې ټکسي چلوونکي حالت ښه نه و او په موټر کې یې چیغې وهلې او له شیشې نه یې بهر کتل، چې زه یې ډېره ډار کړې وم.))

دا په داسې حال کې چې د لندن د انلاین ټکسي سروېس ادارې سونم کپور ته سم دستي په ټویټر کې د یادې پېښې له امله بخښنه غوښتې ده او له نوموړې څخه یې د هغې د مبایل نمبر او برېښنالیک هم غوښتي دي تر څو د یادې پېښې څېونه وکړي.

سونم کپور د لندن انلاین سرویس د ځواب په ځواب کې لیکلي، چې ما تاسو ته ستا پر اېپ پيغامونه درولېږل، خو تاسو ځواب را نه کړ. نوموړې یادې ادارې ته دا هم لیکي، چې اوس څه شوي هغه هسې هم شوي، خو تاسو ته په کار ده، چې د خپلې ادارې اېپ یو ځل اپډېټ کړئ.

د یادونې وړ ده چې له یادې پېښې مخکې هم په برټش الوتکه کې د سونم کپور سامان ورک شوی و، چې بیا یاد هوايي شرکت له نوموړې بخښنه هم غوښتې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …