کورپاڼه / خپلواک / راشد خان ١٩ کلنو لوبغاړو ته څه پېغام لري؟
راشد خان او ١٩ کلنه لوبډله

راشد خان ١٩ کلنو لوبغاړو ته څه پېغام لري؟

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سويلي افريقا لوبډلې ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړه او ستره بريا يې خپله کړه.

د هېوادوالو تر څنګ ملي لوبغاړو هم ١٩ کلنو ځوانانو ته په دغه بريا مبارکي ورکړې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوس مهال په اسټراليا کې دى او هلته په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لپاره لوبېږي، هم افغان لوبغاړو ته مبارکي ويلې ده.

راشد خان دوه پوسټونه کړي دي، چې په يو پوسټ کې شفيق الله غفاري ستايلى دى، چې نن يې ١٥ منډې ورکړې او ٦ لوبغاړي يې وسوځول او افغان لوبډله يې بريالۍ کړه، همدا راز په بل پوسټ کې هغه بيا د سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې د بريا مبارکي ويلې ده.

همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ په پاڼه خپره شوې يوه ويډيو کې بيا راشد خان د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو ته پېغام هم ورکړى دى او هغوى يې تشويق کړي دي، همدا راز هيله يې څرګنده کړې ده چې افغان ١٩ کلن ځوانان به په نړيوال جام کې ډېر مخکې لاړ شي.

راشد خان په دغه ويډيو کې وايي: ((زه پوره باوري يم چې تاسې به ښه ځلېږئ، موږ په تاسې باوري يو، لکه څنګه چې مو د انګلستان پر وړاندې لوبه ترسره کړه، موږ باور لرو چې تاسې به سيمي فاينل او فاينل پورې ځئ، ځکه په موږ کې ټېلنټ شته.))

هغه زياته کړه: ((دا ډېر لوى ايوينټ دى، پنځوس اوريزه لوبې دي، د صحت خيال ساتئ، په لويو ټورنمنټونو کې صحت ډېر رول ادا کوي، چې بلې لوبې ته څنګه ځان وساتې، د خپل جيم، خوراک، اوبو او ريکوري، مساج او هر څه به په خپل وخت کوئ، ځکه لويو لوبو کې خلک ډېر ځل ټپيان کېږي، بدن کار پرېږدي، ځکه په لوبغاړي پريشر راځي، که پريشر کنټرول نه کړاى شي، نو بيا سړى له انجريانو سره مخ کېږي.))

هغه مخکې وويل: ((موږ ټېلنټ لرو، خو په دغه ټېلنټ باور پکار دى او هر يو بايد هڅه وکړي، چې په ځان دا باور ولري چې د لوبډلې لپاره ښې لوبې وکړي.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …