کورپاڼه / خپلواک / اډلايډ سټرايکرز په ١٠ ويکټو بريا خپله کړه
راشد خان

اډلايډ سټرايکرز په ١٠ ويکټو بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د بريسبين هيټ او اډلايډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه کې اډلايډ سټرايکرز په ډېرې اسانۍ سره د بريسبين هيټ لوبډلې ته د ١٠ ويکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

د لوبې په پيل کې پچه د بريسبين هيټ لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د بريسبين هيټ لوبډله په توپوهنه کې په بشپړه توګه ناکامه شوه او په ١٧ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ١٠٠ منډې وکړې، د دوى له لوري مټ رينشا ٤٣ او لوبډلمشر کريس لين ٢٦ منډې ترلاسه کړې، مجيب الرحمان هم له ٢ توپونو سره مخ شو چې ١ منډه يې ترلاسه کړې او ناسوځېدلى پاتې شو.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري ليام اوکونور ٣، ويس اګر ٢، راشد خان، پيټر سيډل او ټراويس هيډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٠١ منډو هدف د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ډېر په اسانۍ سره د پيل توپوهونکو په مټ په ١٠.٥ اورونو کې ترلاسه کړ او د بريسبين هيټ لوبډلې ته يې د ١٠ ويکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.

د اډلايډ له لوري پيل سالټ ٦٧ ناسوځېدلې او جېک ويدرالډ ٣٣ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د بريسبين هيټ لوبډلې له لوري کوم توپ اچونکي ويکټ ترلاسه نه کړه، خو افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان په نننۍ لوبه کې ډېر وټکېده، نوموړي په ٣.٥ اورونو کې ٤٧ منډې ورکړې.

د يادولو ده چې دا په بيګ باش تجارتي ليګ کې د مجيب الرحمان دويمه لوبه ده چې د بريسبين هيټ سره لوبېږي، هغه په لومړۍ لوبه کې هم کومه ويکټ نه وه ترلاسه کړې، خو په ٤ اورونو کې يې يوازې ١٤ منډې ورکړې وې او دغه لوبه هم له اډلايډ سټرايکرز سره وه، چې بريسبين هيټ پکې بريا خپله کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …