کورپاڼه / خپلواک / محمد حفيظ له نړيوال جام وروسته نړيوال کرکټ پرېږدي
محمد حفيظ

محمد حفيظ له نړيوال جام وروسته نړيوال کرکټ پرېږدي

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفيظ وايي، چې د پاکستان لپاره په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې لوبېدل غواړي او له هغه وروسته بيا له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي.

محمد حفيظ چې د پاکستان کرکټ لوبډله کې د الراونډر په حېث لوبېږي او د توپ اچونې او توپوهنې په برخه کې هغه ښه ځلېدونکى لوبغاړى دى، د بنګله دېش پر وړاندې د پاکستان په لوبډله کې يې نوم شامل دى.

محمد حفيظ چې څه موده مخکې پرې د انګلستان کرکټ بورډ له لوري بندېز هم لګول شوى دى، هغوى ويلي دي چې د محمد حفيظ د توپ اچونې اېکشن سم نه دى او له دې وروسته به په انګلستان کې په هېڅ لوبو کې ګډون ونکړي.

محمد حفيظ چې د بنګله دېش پر وړاندې لوبو لپاره د پاکستان په لوبډله کې شامل شوى دى، هغه وويل چې دا د هغه لپاره کومه سرپرايز خبره نه ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې زما پلان دا دى چې د خپل فيټنس او وړتيا په درلودلو سره د پاکستان په لوبډله کې ولوبېږم، زه غواړم چې د پاکستان لپاره په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږم او له هغه وروسته بيا له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړم، دا زما شخصي پلان دى، خو ګورو چې په مخکې څه راځي.

محمد حفيظ چې د پاکستان لپاره په ډېرو لوبو کې لوبېدلى دى، هغه په ٥٥ ټېسټ، ٢١٨ يو ورځنيو او ٨٩ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٣٦٥٢ منډې کړي، په يو ورځنيو کې يې ٦٦١٤ او په شل اوريزو لوبو کې يې ١٩٠٨ منډې ترلاسه کړي دي.

همدا راز د توپ اچونې په برخه کې بيا نوموړي په ټېسټ سياليو کې ٥٣، يو ورځنيو کې ١٣٩ او شل اوريزو لوبو کې ٥٤ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …