کورپاڼه / خپلواک / هند په پاکستان کې د اسيا جام مخالفت وکړ
هند کرکټ ملي لوبډله

هند په پاکستان کې د اسيا جام مخالفت وکړ

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI په پاکستان کې د اسيا جام مخالفت کړى دى او ويل کېږي چې دوى پاکستان ته د خپلې ملي لوبډلې له لېږلو څخه انکار کړى دى.

د پاکستان او هند سياسي اړيکو له لامله د پاکستان لوبډله هند او د هند لوبډله پاکستان ته نه ځي او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېرو کلونو راهيسې لوبې هم نه کېږي، بلکې يوازې په نړيوال جامونو کې سره مخ کېږي. خو دا ځل چې اسيا جام په پاکستان کې د ترسره کېدو پلان دى، هند کرکټ بورډ يې مخالفت کړى دى او د اسيا جام لوبې په بل ځاى کې د ترسره کېدو امکان ډېر شوى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند کرکټ بورډ د مخالفت او د خپلې لوبډلې له لېږلو د انکار وروسته، د اسيا جام په اړه به په فبرورۍ مياشت کې پرېکړه کېږي، چې دغه جام په بنګله دېش، سريلانکا او يا هم په دوبۍ کې ترسره شي. همدا راز ويل کېږي چې د اسيا جام لپاره د اسټراليا نوم هم د فکر وړ دى، ځکه تر راتلونکي شل اوريز جام يوه مياشت مخکې د ٦ لوبډلو ترمنځ اسيايي جام ترسره کېږي.

د هندي رسنۍ (اې بي پي لايو) د راپور په وينا، د هند کرکټ بورډ يو مسوول د کرکټ نړيوالې شورا له غونډې وروسته په سنګاپور کې رسنيو ته وويل، چې په پاکستان کې د لوبو کولو پرېکړه به حکومت کوي او حکومت چې هره پرېکړه کوي، نو کرکټ بورډ به ماغه پرېکړه مني. هغه زياته کړه، چې څنګه موږ په دوبۍ کې د اسيا جام کوربه توب وکړ، نو پاکستان ته هم پکار دي چې په کوم بل ځاى کې د اسيا جام کوربه توب وکړي.

د يادولو ده چې بنګله دېش کرکټ بورډ هم څه ورځې مخکې د خپلې لوبډلې پاکستان ته لېږلو څخه انکار کړى و، خو وروسته بيا بنګله دېش کرکټ بورډ دې ته راضي شو چې خپله لوبډله د شل اوريزو، يو ورځنيو او ټېسټ لوبو لپاره پاکستان ته ولېږي، خو د بنګله دېش لوبډلې مخکښ لوبغاړي مشفيق الرحيم بيا له لوبډلې سره پاکستان ته له تګ انکار کړى دى.

بل لوري ته پاکستان سره له مخکې نه دا ويره وه چې هند به د اسيا جام په بل ځاى کې ترسره کولو غوښتنه وکړي، خو د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني بيا ويلي و، چې هغه د بنګله دېش کرکټ بورډ چيرمېن نظم الحسن سره خبرې کړې دي او هغه ورسره منلې ده چې اسيا جام به په پاکستان کې ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …