کورپاڼه / خپلواک / افغانستان سبا په ټېسټ لوبه کې بنګله دېش سره مخ کېږي
راشد خان او شکېب الحسن

افغانستان سبا په ټېسټ لوبه کې بنګله دېش سره مخ کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٤ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډله سبا (د سپتمبر په پنځمه نېټه) له بنګله دېش سره خپله دريمه او يوازينۍ ټېسټ لوبه پيلوي.

د افغانستان ملي لوبډله د بنګله دېش هېواد په سفر ده، چې په دغه هېواد کې به لومړى له بنګله دېش سره يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او همدا راز له هغه وروسته به بيا له بنګله دېش او زمبابوې هېوادونو سره درې اړخيزه شل اوريزه سيريز ترسره کوي.

د افغانستان او بنګله دېش يوازينۍ ټېسټ لوبه، په چټوګرام کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت اته نيمې بجې پيلېږي، د افغانستان لوبډله کې راشد خان، افسر ځاځى، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، ابراهيم ځدراڼ، احسان الله، اکرام علي خېل، جاويد احمدي، محمد نبي، رحمت شاه، سيد شېرزاد، شاپور ځدراڼ، يمين احمدزى او ظهير خان شامل دي.

د بنګله دېش په لوبغاړو کې بيا شکيب الحسن، ابو جاوېد، عبادت حسېن، ليتون داس، محمدالله، مهدي حسن، محمد ميتون، مومن الحق، مصدق حسېن، مشفيق الرحيم، نايم حسن، شادمان اسلام، سوميه سرکار، تېجول اسلام او تسکين احمد شامل دي.راشد خان

د يادولو ده چې دا د افغانستان دريمه ټېسټ لوبه ده، افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه له هند سره ترسره کړې وه چې هند پکې بريا خپله کړې وه، همدا راز افغانستان خپله دويمه ټېسټ لوبه له ايرلېنډ سره ترسره کړې او په ياده لوبه کې يې تاريخي بريا ترلاسه کړې وه.

دا د راشد خان هم د لوبډلمشر په حېث لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې نوموړى له نړيوال جام وروسته د افغانستان ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو او اصغر افغان ورسره بيا د مرستيال لوبډلمشر په حېث وټاکل شو.

راشد خان تر لوبې مخکې په بنګله دېش کې له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې دوى يادې لوبې ته پوره چمتووالى نيولى دى او تمرينات يې بشپړ کړي دي او هڅه به وکړي، چې افغانستان ته په ټېسټ لوبو کې دويمه بريا هم ور په برخه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …