کورپاڼه / خپلواک / هند له اسټراليا د لومړۍ لوبې بدل واخيست
هندۍ لوبډله

هند له اسټراليا د لومړۍ لوبې بدل واخيست

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): هند د اسټراليا له لوبډلې د لومړۍ يو ورځنۍ لوبې بدل په دويمه لوبه کې واخيست او د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ د ١-١ سره مساوي شوه.

د هند او اسټراليا دويمه يو ورځنۍ لوبه چې د هند په راجکوټ کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې اسټراليا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو د ٣٤١ منډو ستر هدف وټاکه. د دوى له لوري شيکر دهون ٩٦ منډې وکړې، چې يوازې ٤ منډې يې سليزې ته پاتې وې، خو د ريچارډسن په توپ باندې مچل سټارک کېچ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.

همدا راز کى ايل راهول هم ٨٠ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د منډې پر مهال وسوځېده، لوبډلمشر ويراټ کوهلي چې د اډم زمپا په توپ باندې يې سټارک کېچ ونيوه، ښه لوبه وکړه او ٧٨ منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز روهيت شرما هم بيا ٤٢ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري اډم زمپا ٣ او کېن ريچارډسن ٢ لوبغاړي وسوځول.

د ٣٤١ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا د پيل توپوهونکي ډيويډ وارنر ١٥ منډې کړې وې چې د محمد شامي په توپ يې پانډى ته کېچ ورکړ او ارون فينچ ٣٣ منډې کړې وې چې د جډيجا په توپ باندې راهول سټمپ کړ او له مېدانه يې بهر کړ.

سټيو سميت بيا ښه توپوهنه ترسره کړه، چې يوازې دوه منډې يې سليزې ته پاتې وې، خو کلديپ يادو وسوځاوه او سليزې ته يې پرې نه ښود، هغه په ١٠٢ توپونو ٩٨ منډې ترلاسه کړې.

په نورو توپوهونکو کې مارنوس لبېشين ٤٦، اشټون اګر ٢٥ او کېن ريچارډسن ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټراليا ټوله لوبډله په ٤٩.١ اورونو کې وسوځېدله او ٣٠٤ منډې يې وکړې چې د ٣٦ منډو په توپير يې له هندۍ لوبډلې ماتې وخوړله.

د هند له لوري محمد شامي ٣، نوديپ سېني، رويندرا جډيجا او کلديپ يادو ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کى ايل راهول ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې په لومړۍ لوبه کې اسټراليا د هند لوبډلې ته د ١٠ ويکټو په توپير ستره ماتې ورکړې وه، د ٣ يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ په لړ کې دواړو لوبډلو ١-١ لوبه ګټلې ده چې لوبلړۍ مساوي ده او دريمه يا وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ١٩مه نېټه د هند په بنګلور کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …