کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په ٤٩٩ منډو پاڼۍ پاى ته ورسوله
بين سټوکس

انګلستان په ٤٩٩ منډو پاڼۍ پاى ته ورسوله

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د انګلستان او سويلي افريقا په دريمه ټېسټ لوبه کې په دويمه ورځ انګلستان خپله پاڼۍ ختمه يا ډيکلئير کړه، چې ٤٩٩ منډې يې کړې وې او د ورځې تر پاى پورې سويلي افريقا ٦٠ منډې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا او انګلستان دريمه ټېسټ لوبه چې په پورټ ايليزبت کې ترسره کېږي، په پيل کې د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

انګلستان لومړۍ او دويمه ورځ توپوهنه وکړه چې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو يې ٤٩٩ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلئير کړه. د دوى له لوري اولي پاپ ١٣٥ ناسوځېدلې، بين سټوکس ١٢٠، زاک کراولي او سام کران ٤٤-٤٤، مارک ووډ ٤٢ او ډام سيبلي ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا له لوري کيشو مهاراج ٥، کاګيسو رباډا ٢، ډېن پيټرسن او انريچ نورج ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د لوبې په دويمه ورځ سويلي افريقا هم توپوهنه پيل کړه، چې د دويمې ورځې تر پاى پورې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٦٠ منډې ترلاسه کړې، ډين ايلګر په ٣٢ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى، همدا راز پيټر ملن ١٨ او زبېر حمزه ١٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډام بيس ٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو ده چې د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا په ١٠٧ منډو بريا خپله کړې وه، چې په دويمه لوبه کې بيا انګلستان په ١٨٩ منډو بريا خپله کړه، دريمه لوبه که هرې لوبډلې وګټله لوبلړۍ به هم د هغه لوبډلې په نوم شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …