کورپاڼه / خپلواک / راج شاهي رايلز د بنګله دېش تجارتي ليګ اتلولي وګټله
راج شاهي رايلز

راج شاهي رايلز د بنګله دېش تجارتي ليګ اتلولي وګټله

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ په پايلوبه کې راج شاهي رايلز د کهلنا ټايګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سياليو اتلولي يې په لومړي ځل خپله کړه.

د تېر پړاو اتله لوبډله بيا کوميلا ويکټورينز وه او همدا راز ډهاکه ګليډيټرز بيا هغه لوبډله ده چې درې ځل يې د دغه سياليو اتلولي په خپل نوم کړې ده.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په پايلوبه کې د راج شاهي رايلز او کهلنا ټايګرز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د راج شاهي رايلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راج شاهي رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې عرفان سکر ٥٢، محمد نواز ٤١ ناسوځېدلې او لوبډلمشر انډري رسل ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري محمد عامر ٢، روبي فريلينک او شاهد الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٧١ منډو د هدف په تعقيب کې د کهلنا ټايګرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې د ٢١ منډو په توپير يې په پايلوبه کې د راج شاهي رايلز لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د دوى له لوري شمس الرحمان ٥٢، رېلي روسو ٣٧ او لوبډلمشر مشفيق الرحيم ٢١ منډې وکړې، همدا راز نجيب الله ځدراڼ هم ٤ توپونو ته مخامخ شو چې ٤ منډې يې ترلاسه کړې.

د راج شاهي رايلز له لوري محمد عرفان، انډري رسل او کامرل اسلام ربي ٢-٢، ابو جاويد او محمد نواز ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د راج شاهي رايلز لوبډلې په لومړي ځل د بنګله دېش تجارتي ليګ د ٢٠١٩-٢٠٢٠ کال اتلولي په خپل نوم کړه.

په يادو سياليو کې رېلي روسو تر ټولو زياتې ٤٩٥ منډې وکړې، همدا راز مشفيق الرحيم ٤٩١، ليتون داس او شعېب ملک هر يوه ٤٥٥-٤٥٥ او ډيويډ ملن ٤٤٤ منډې ترلاسه کړې. د توپ اچونکو په برخه کې بيا مستفيظ الرحيم، محمد عامر، روبيل حسېن او روبي فريلينک ٢٠-٢٠ او شاهد الاسلام ١٩ ويکټې ترلاسه کړې.

په افغان لوبغاړو کې بيا محمد نبي ١٤٣، رحمان الله ګربز ٩٨، نجيب الله ځدراڼ ٩٥ او محمد شهزاد ٩٤ منډې ترلاسه کړې، په توپ اچونه کې بيا مجيب الرحمان ١٥، محمد نبي ١١ او نوين الحق ٤ ويکټې ترلاسه کړې. ياده دې وي چې افغان لوبغاړو بيا کمې لوبې کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …