کورپاڼه / خپلواک / شفيق الله غفاري: د غوره لوبغاړي جايزه مې مور و پلار ته ډالۍ کوم
شفيق الله غفاري

شفيق الله غفاري: د غوره لوبغاړي جايزه مې مور و پلار ته ډالۍ کوم

خپلواک وېبپاڼه (١٧ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د نننۍ لوبې مخکښ توپ اچونکى شفيق الله غفاري وايي، چې ډېر خوشحاله دى چې نن يې ښه لوبه ترسره او افغان لوبډله يې بريا ته ورسوله، هغه وايي چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه خپل مور و پلار ته ډالۍ کوم، چې زه يې په کرکټ کې ډېر تشويق کړى يم.

نن د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام پيل شو، چې په لومړۍ لوبه کې يې د افغانستان او کوربه هېواد سويلي افريقا لوبډلې سره مخامخ شوې. سويلي افريقا لومړى توپوهنه وکړه، چې د افغانستان له لوري شفيق الله غفاري په زړه پورې او خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې د ١٥ منډو په بدل کې يې ٦ لوبغاړي وسوځول.

همدا راز په توپوهنه کې بيا عمران مير او ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزې ووهلې او په لومړۍ لوبه کې يې افغان لوبډله بريالۍ کړه، چې د نړيوال جام پيل يې له بريا څخه پيل شو.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ترلاسه کړه، ځکه هغه د نننۍ لوبې مخکښ ستورى و او لوبه يې د افغانستان په ګټه تمامه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې ويډيو کې له شفيق الله غفاري سره مرکه شوې ده، نوموړى په خپله مرکه کې وايي، چې ډېر خوشحاله دى، ځکه نن يې ښه لوبه وکړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. هغه وايي چې د يوه توپ اچونکي لپاره په لوبه کې ٥ ويکټې اخيستل ډېره لويه خبره ده او هغه هم بيا په داسې سترو لوبو کې.

شفيق الله غفاري وايي، چې د روزونکي او لوبډلمشر له لوري چې ورته کوم پلان ورکړل شوى و، د هماغه پلان له مخې مخکې لاړ او په دغه پلان کې بريالى شو.

نوموړى وايي، چې پيچ يې معلوم کړ او له هغه وروسته ورته معلومه شوه چې بيا توپوهونکو ته څه ډول توپ اچونه وکړي. هغه وايي تر ډېره يې هڅه کوله چې توپونه مس کړي او همدا راز ګوګلي توپ اچونه وکړي، چې پکې بريالى شو.

نوموړى وايي، چې د راشد خان له توپ اچونې ډېر متاثره دى او هڅه کوي چې هماغسې توپ اچونه ترسره کړي. هغه وايي کله چې يې پنځمه ويکټ ترلاسه کړه، نو ډېر زيات خوشحاله شو.

شفيق الله غفاري همدا راز د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه خپل مور و پلار ته ډالۍ کړه او وې ويل چې هغوى ته يې ځکه ډالۍ کوي، چې د کرکټ په ډګر کې يې دى ډېر تشويق کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …