کورپاڼه / خپلواک / شفيق الله غفاري د افتاب عالم ريکارډ مات کړ
افتاب عالم او شفيق الله غفاري

شفيق الله غفاري د افتاب عالم ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې ورو توپ اچونکي شفيق الله غفاري، چې ليګ بريک توپ اچونه کوي، د افتاب عالم لس کلن پخوانی ريکارډ مات کړ.

شفيق الله غفاري تېره ورځ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې د سويلي افريقا پر وړاندې خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې يوازې د ۱۵ منډو په بدل کې يې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې دا په ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه وه.

دغه لوبه چې د کوربه هېواد سويلي افريقا پر وړاندې ترسره شوه، سويلي افريقا لومړی توپوهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۲۹ منډې وکړې، چې شفيق الله غفاري په کې کمال وکړ او ۶ افريقايي لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل.

نوموړي نه يوازې دا چې افغان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې ته د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په پيل لوبه کې بريا ور په برخه کړه، بلکې د افتاب عالم ۱۰ کلن ريکارډ يې هم مات کړ.

افتاب عالم چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډله کې لوبېده، د پي اېن جي لوبډلې پر وړاندې د ۳۳ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې هغه مهال دا د يو افغان توپ اچونکي له لوري تر ټولو غوره توپ اچونه وه.

همدا راز په همدغه کال کې بيا ذکي الله ذکي هم د ۱۹ کلنې لوبډلې برخه و، چې د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې يې د ۳۴ منډو په بدل کې ۵ ويکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان لپاره غوره توپ اچونه

په نورو لوبغاړو کې بيا مجيب الرحمان په ۲۰۱۸ کې د نيوزيلېنډ پر وړاندې د ۱۴ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول او ښه توپ اچونه يې ترسره کړه، همدا راز افتاب عالم په يوه بله لوبه کې چې په ۲۰۱۰ کال کې يې ترسره شوې وه، د هانګ کانګ ۴ لوبغاړي د ۳۱ منډو په بدل کې سوځولي و.

افغانستان چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په ډي ګروپ کې قرار لري، د کوربه هېواد سويلي افريقا په ګډون له کاناډا او متحده عربي اماراتو سره به لوبېږي، چې خپله لومړۍ لوبه کې يې په ۷ ويکټو بريا خپله کړه او خپله دويمه لوبه به د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …