خپلواک وېبپاڼه (۱۸ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان ستره بريا خپله کړه او همدا راز ورو ليګ بریک توپ اچونکي شفيق الله غفاري د ۱۵ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول او د افتاب عالم لس کلن پخوانی ريکارډ يې مات کړ.
افتاب عالم هم په خپله فېسبوکپاڼه د افغانستان د لومړۍ بريا په اړه پوسټ کړی دی او ټولو ته يې د سويلي افريقا پر وړاندې د دغه سترې بريا مبارکي ويلې ده.
همدا راز نوموړي شفيق الله غفاري هم ستایلی دی، چې ښه توپ اچونه يې ترسره کړه او ۶ لوبغاړي يې وسوځول او د هغه پخوانی ريکارډ يې مات کړ.
نوموړی په خپل پوسټ کې ليکي: ((د افغانستان د نولس کلنو لومړۍ بريا د ساوت افريقا لوبډلې پر وړاندې، دې ټولو ته مبارک وي. ډېر ښه شفيق الله غفاري! چې شپږ لوبغاړي دې وسوځول او زما تېر ريکارډ دې مات کړ. چې د افغانستان لپاره دې په يوه پاڼۍ کې تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه.))
د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه هېواد سويلي افريقا ترمنځ ترسره شوه، چې افغانستان په ۷ ويکټو پکې بريا خپله کړه.
په دغه لوبه کې شفيق الله غفاري د ۱۵ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي وسوځول او نه يوازې افغان لوبډله يې بريا ته ورسوله، بلکې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لړ کې يې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه هم ترسره کړه.
تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې چې کله افتاب عالم د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې برخه و، نو د پي اېن جي لوبډلې پر وړاندې يې ښه توپ اچونه ترسره کړې وه، چې د ۳۳ منډو په بدل کې يې ۶ لوبغاړي سوځولي و او د افغانستان لپاره يې تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړې وه، چې د دغه ريکارډ د لس کاله په تېرېدلو سره اخر هم شفيق الله غفاري مات کړ.