کورپاڼه / خپلواک / کاګيسو رباډا د ای سي سي له غبرګون سره مخ شو
کاګيسو رباډا

کاګيسو رباډا د ای سي سي له غبرګون سره مخ شو

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ جنوري ۲۰۲۰): د سويلي افريقا توپ اچونکی کاګيسو رباډ‌ا له دې لامله چې د جو روټ پر سوځېدو يې سم اېکشن نه دی ښکاره کړی، د کرکټ نړيوالې شورا د قانون نه د سرغړونې له لامله د يوې لوبې له بندېز سره مخ شو.

د کرکټ نړيوالې شورا د پرېکړې سره سم، کاګيسو رباډا به په جوهانسبرګ کې د سويلي افريقا او انګلستان په څلورمه ټېسټ لوبه کې ګډون ونه کړي.

د کرکټ نړيوالې شورا د ۲.۵ مادې تر مخه، هغه عمل، وينا او يا اشاره چې لانجمنه وي او يا هم کولای شي چې په نړيوالو لوبو کې مقابل لوبغاړی پرې ردعمل ورکړي يا يې هم راوپاروي، په بشپړ ډول بند دي.

کاګيسو رباډا د انګلستان سره د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د جو روټ په سوځولو داسې اېکشن يا عمل ترسره کړ، چې ډېر له جذباتو ډک و او د کرکټ نړیوالو شورا له کلک غبرګون سره مخ شو.

د دغه عمل وروسته د لوبې ريفري هغه د دغه مادې نه په سرغړونې تورن کړ، چې د يوې لوبې د فيس ۱۵ سلنه به هم ترې اخيستل کېږي، راروانه ټېسټ سيالۍ کې به هم ګډون نه کوي او همدا راز يوه منفي نومره يې هم ترلاسه کړه.


کاګيسو رباډا مخکې ۸ مثبت نومرې درلودې، چې د لوبو پر مهال د ځينو سرغړونو له لامله يې دغه نومرې اوس يوازې ۴ پاتې دي او که داسې روان و، ښايي نورې هم راښکته شي.

د سويلي افريقا لوبډلې د توپ اچونې روزونکی چارل لېنګويلډ وايي، چې کاګيسو رباډا ته يې وويل، چې په هر حالت کې چې توپوهونکی سوځوي، بايد د ډېرو جذباتو له ښکاره کولو څخه ډډه وکړي.

د يادولو ده چې د سويلي افريقا او انګلستان ترمنځ دریمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې په دويمه ورځ انګلستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۹ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې پای ته ورسوله، همدا راز د دويمې ورځې تر پای پورې سويلي افريقا د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۶۰ منډې ترلاسه کړې.

همدا راز د ۴ ټېسټ سيالیو لومړۍ لوبه انګلستان او دويمه لوبه سويلي افريقا ګټلې ده، چې دريمه لوبه اوس روانه او وروستۍ يا څلورمه لوبه به له دې وروسته ترسره شي چې کاګيسو رباډا به پکې ونه لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …