کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان ولې واده نه کوي؟
سلمان خان

سلمان خان ولې واده نه کوي؟

خپلواک وېبپاڼه (٤ سپتمبر ٢٠١٩): د هند د سینما نامتو ستوری سلمان خان د ۱۹۶۵ عیسوي کال د ډسمبر په ۲۷مه زېږېدلی. نوموړی دري پنځوس ۵۳ کلن دی، خو لا تراوسه واده نه لري.

سلمان خان په کال ۱۹۹۹ م کې د هند د سینما له نوموتې ستورې (( ايشوریه رای)) سره کوژده وکړه، خو دوه کاله وروسته یې دغه اړیکه ختمه کړه او واده یې ورسره ونکړ.

نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۹ م کال کې د یوې بلې ستورې (( کترینه کیف)) سره، چې د هند په سینما کې یې تازه قدمونه ایښي وو، کوژده وکړه، خو دې اړیکې یې هم سر ونه نیو او واده یې ورسره ونشو.

سلمان خان وروسته له دې چې له کترینه کیف سره یې واده ونشو او کوژده یې له مینځه لاړه، له ماسلا ممبي هنري وېبپاڼې سره په مرکه کې داسې وویل: (( ښایي دا زما قسمت وي، چې واده ونه کړم. اوس مې ژوند ډېر ښه دی او د خپل خدای نه ډېر راضي یم. څه چې د خدای پاک خوښه وي، هماغه به کېږي. زه نور په دې اړه فکر نه کوم، ګورم چې تقدیر به مې له څه ډول آیندې سره مخ کوي.))زرين خان

په دې وروستیو کې زرین خان، چې په لومړي ځل یې له سلمان خان سره د (( Veer )) په فلم کې مرکزي رول لوبولی، د ټوکې له مخې ویلي، چې سلمان خان له هغې سره واده کول غواړي؛ خو سلمان خان په دې اړه څه نه دي ويلي او د نوموړي مینوالو هم دا خبر هسې ګپ ګڼلی دى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …