کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش روزونکو هم پاکستان ته له تګ انکار وکړ
د بنګله دېش د روزنې کسان

د بنګله دېش روزونکو هم پاکستان ته له تګ انکار وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ جنوري ۲۰۲۰): د مشفيق الرحيم له انکار وروسته د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ۵ مهمو کسانو، چې د روزنې او نورو برخو کې دندې ترسره کوي، پاکستان ته د بنګله دېش له لوبډلې سره د تګ نه انکار وکړ.

پاکستان او بنګله دېش د ۳ شل اوريزو لوبو لړۍ د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د پاکستان په لاهور کې ترسره کېږي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ ورته لوبډله هم نن اعلان کړه.

د بنګله دېشي رسنيو د راپورونو په وينا، د ورو توپ اچونې روزونکی ډينيل ويټوري، نرينر ماریو ويلاواريان، د ډګر ساتنې روزونکی ريان کک، د توپوهنې سلاکار نيل مکينزي او کمپيوټر انالېسټ شري نواس چندرا شيکرن هغه کسان دي چې نه غواړي پاکستان ته لاړ شي او په دې اړه يې د بنګله دېش کرکټ بورډ ته خپل دريځ اعلان کړی دی.

د بنګله دېش مشر روزونکي رسل ډومينګو بيا پاکستان ته د تګ لپاره زړه ښه کړی دی، همدا راز د بنګله دېش ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي مشفيق الرحيم هم پاکستان ته له تګ انکار کړی دی او له مخکې يې د بنګله دېش کرکټ بورډ ته ويلي، چې هغه پاکستان ته په هېڅ حالت کې هم تلل نه غواړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ چې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی، په هغه کې د مشفيق الرحيم نوم هم نشته، په دغه نوملړ کې محمود الله (لوبډلمشر، تمیم اقبال، سوميه سرکار، نعيم شېخ، نجمل حسېن شانتو، ليتون کمار داس، اېم ډي ميتون، عفيف حسېن، مهدي حسن، امين الاسلام، مستفيظ الرحمان، شفيع الاسلام، الامین حسېن، روبېل حسېن او حسن محمود شامل دي.

د بنګله دېش رسنۍ وايي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ اوس په دې فکر کې دی، چې د دغه کسانو پر ځای نور کسان پېدا او له لوبډلې سره يې يو ځای پاکستان ته ولېږي، چې په دې لړ کې هغوی ځينې کسان ټاکلي هم دي، خو لا هم ځينې کسانو په اړه پرېکړه نه ده شوې چې څوک به پاکستان ته لېږي.

د پاکستان او بنګله دېش د ۳ شل اوريزو لوبو لړۍ چې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه په لاهور کې پیلېږي، په ۲۴مه، ۲۵مه او ۲۷مه نېټه به درې واړه لوبې ترسره شي او له هغه وروسته به بيا ټېسټ او يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کوي، خو د دغه لوبو ترمنځ به وقفه هم وي، چې په پاکستان کې سوپر ليګ شروع کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …