کورپاڼه / خپلواک / د بي پي ايل په غوره لوبډله کې مجيب الرحمان هم شامل دى
مجيب الرحمان

د بي پي ايل په غوره لوبډله کې مجيب الرحمان هم شامل دى

خپلواک وېبپاڼه (١٨ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ د ٢٠١٩-٢٠٢٠ سيالۍ پاى ته ورسېدې، چې په لومړي ځل راج شاهي رايلز اتلولي خپله کړه او اوس به تر راتلونکي کال پورې د اتلې لوبډلې په توګه يادېږي.

د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د نورو لوبغاړو تر څنګ يو شمېر افغان لوبغاړي هم ولوبېدل، چې ځينې پکې ښه وځلېدل، چې په هغوى کې هم يو مجيب الرحمان و، چې د بنګله دېش تجارتي ليګ ختمېدو نه مخکې اسټراليا ته لاړ او هلته په بيګ باش تجارتي ليګ کې لوبېږي.

تازه کريک انفو د بنګله دېش تجارتي ليګ د ټولو لوبغاړو څخه يوه غوره لوبډله جوړه کړې ده، چې په دغه لوبډله کې افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان هم شامل دى.

د انډري رسل په مشرۍ دغه غوره لوبډله کې محمد نايم، ليتون داس، رېلي روسو، مشفيق الرحيم (ويکټ ساتونکى)، ډيويډ ملن، مهدي حسن، محمد عامر، مجيب الرحمان، مهدي حسن راڼا او مستفيظ الرحمان شامل دي.

د بي پي ايل غوره لوبډله

مجيب الرحمان چې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېده، هغه د ٥.٠٦ په ايکانومۍ سره ١٥ ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه ترسره کړه او په يوه لوبه کې خو ان د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه سوپر اور ته لاړه، چې مجيب الرحمان د خپلې لوبډلې له لوري سوپر اور ترسره کړ او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. په دغه لوبه کې مجيب الرحمان ٤ لوبغاړي سوځولي و، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ کې محمد نايم ٣٥٩، ليتون داس ٤٥٥، رېلي روسو ٤٩٥، مشفيق الرحيم ٤٩١، ډيويډ ملن ٤٤٤، انډري رسل ٢٢٥ منډې او ١٤ ويکټې هم ترلاسه کړې وې. مهدي حسن ٢٥٣ منډې او ١٢ ويکټې اخيستې وې، محمد عامر ٢٠، مهدي حسن راڼا ١٨ او مستفيظ الرحمان هم ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …