کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: ويسټ انډيز، اماراتو او بنګله دېش برياوې خپلې کړې
ويسټ انډيز او متحده عربي امارات

١٩ کلنو نړيوال جام: ويسټ انډيز، اماراتو او بنګله دېش برياوې خپلې کړې

خپلواک وېبپاڼه (١٨ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې نن ٤ لوبې ترسره شوې، چې ويسټ انډيز د ١٩ کلنو نړيوال جام په تاريخ کې په لومړي ځل اسټراليا ته ماته ورکړه، همدا راز متحده عربي اماراتو او بنګله دېش هم برياوې خپلې کړې، خو يوه لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

د ويسټ انډيز او اسټراليا په لوبه کې اسټراليا لومړى توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧٩ منډې وکړې، چې ياد هدف د ويسټ انډيز لوبډلې د ٧ ويکټو په سوځېدو پوره کړ او په ٣ ويکټو يې بريا خپله کړه. د اسټراليا لپاره جېک فراسر مک ګرک ٨٤ منډې وکړې او د ويسټ انډيز لپاره نييم ينګ ٦١ منډې وکړې. د ويسټ انډيز جېډن سيلز ٤ او د اسټراليا تنوير سنګها ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

بله لوبه چې د کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کاناډا لومړى توپوهنه وکړه چې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٣١ منډې وکړې او په ځواب کې يې د متحده عربي اماراتو لوبډلې دغه هدف د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه. د کاناډا له لوري ميهر پټېل ٩٠ منډې وکړې، د متحده عربي اماراتو له لوري فيګي جون ١٠٢ ناسوځېدلې او اريان لکرا ٦٦ منډې وکړې. همدا راز سنچيت شرما ٣ لوبغاړي وسوځول.

د نيوزيلېنډ او جاپان لوبه بيا بې پايلې پاى ته ورسېده، دغه لوبه چې جاپان پکې پچه ګټلې وه او نيوزيلېنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې وه، نيوزيلېنډ د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې کړې وې، خو لوبه وروسته د باران له لامله ترسره نه شوه او بې پايلې پاى ته ورسېده، چې دواړو لوبډلو يوه يوه نومره ترلاسه کړه.

همدا راز د زمبابوې او بنګله دېش په لوبه کې بيا زمبابوې لومړى توپوهنه ترسره کړه چې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٣٧ منډې وکړې، چې بنګله دېش ياد هدف د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره او زمبابوې ته يې په ٩ ويکټو ماتې ورکړه. د بنګله دېش لپاره پروېز حسېن ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو ده چې د جنورۍ په ١٩مه نېټه به بيا دوه لوبې ترسره شي، چې پاکستان به له سکاټلېنډ او هند به له سريلانکا سره مېدان ته کوز شي.

همدا راز افغانستان بيا د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې د سويلي افريقا لوبډلې ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړې او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …