کورپاڼه / خپلواک / د ويراټ کوهلي سرغړونې، خو لوبڅارانو پرې ځان غلی واچاوه
ويراټ کوهلي

د ويراټ کوهلي سرغړونې، خو لوبڅارانو پرې ځان غلی واچاوه

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ جنوري ۲۰۲۰): د اسټراليا پر وړاندې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د ای سي سي د قانون نه سرغړونې وکړې، خو لوبڅارانو هم پرې ځان غلی کړ.

په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې چې ويراټ کوهلي توپوهنه کوله، د پچ په منځ کې، هغه ساحه کې چې منډه پکې وهل منع ګرځول شوي دي، منډې وهلې او لوبڅار پرې هېڅ اېکشن پورته نه کړ او ځان يې په دغه ټوله سرغړونه باندې غلی ونيو.

د ويراټ کوهلي په دغه سرغړونه باندې اسټراليايي کمنټېټر مايکل سليټر نيوکې وکړې او وې ويل چې لوبڅارانو د هغه لوبغاړي پر وړاندې هېڅ ګام پورته نه کړ چې له قانونه يې سرغړونه وکړه، هغه وويل که چېرې زه لوبڅار وای نو حتماً مې لوبغاړي ته اخطار ورکاوه، هغه وويل که چېرته د لوبغالي لوبڅار په دغه سرغړونه سترګې هم پټې کړې خو دريم لوبڅار ته پکار و چې په دې يې اېکشن اخيستی وای.


د کرکټ نړيوالې شورا يا ای سي سي د قانون تر مخه، کوم لوبغاړی چې د پچ په منځ کې منډه ووهي، نو د سزا په ډول د هغوی له لوبډلې څخه ۵ منډې ګرځول کېږي، تېرو ورځو کې د اسټراليا او نيوزيلېنډ په ټېسټ لوبه کې عليم ډار د اسټراليايي لوبغاړي په پچ د منډې له لامله ترې ۵ منډې وګرځولې.

خو د ويراټ کوهلي په دغه سرغړونه باندې چا هم ګام پورته نه کړ، چې له دې لامله د کرکټ نړيوالې شورا باندې په ټولنيزو رسنيو کې سختې نيوکې روانې دي او خلک وايي، چې د نورو هېوادونو لپاره د کرکټ نړيوالې شورا قانون يو ډول دی او د هند لپاره بيا بل ډول دی، ځکه د هندي لوبغاړو له قانونه سرغړونه باندې هېڅ اېکشن نه اخيستل کېږي.

د يادولو ده چې د هند او اسټراليا ترمنځ په هند کې د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ روانه ده، چې په لومړۍ لوبه کې اسټراليا په ۱۰ ويکټو د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بيا د هند لوبډلې په ۳۶ منډو بريا خپله کړه. د دغه لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه نن د هند په بنګلور کې ترسره کېږي چې هره لوبډله به د لړۍ د ګټلو هڅه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …