کورپاڼه / خپلواک / ټريويس هېډ او ويس اګر اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته بله بريا هم په برخه کړه
اډلايډ سټرايکرز لوبډله

ټريويس هېډ او ويس اګر اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته بله بريا هم په برخه کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ جنوري ۲۰۲۰): د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې ټريويس هېډ او ويس اګر په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه چې اډلایډ سټرايکرز لوبډله يې بريا ته ورسوله، خو د راشد خان او قېس احمد په برخه کومه ويکټ رانغله.

د لوبې په پیل کې پچه هوبارټ هوريکنز لوبډلې وګټله او لومړی يې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډلايډ سټرايکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ټريويس هېډ ۷۹، جوناتن ويلس ۴۵ ناسوځېدلې او ميتيو شارټ ۳۳ منډې وکړې.

د هوبارټ هوريکنز له لوري سکاټ بولانډ ۲، کلاو روز او ناتن ايليس ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. قېس احمد په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې، خو که ويکټ يې ترلاسه نه کړه، همدا راز په خپل اور کې يې بيا هېري نيلسن د منډې پر مهال وسوځاوه.


د ۱۸۷ منډو هدف په تعقيب کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپير يې له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې څخه ماتې وخوړله. د دوی له لوري ډيويډ ميلر ۹۰ ناسوځېدلې او بين مک ډيرموټ ۳۱ منډې وکړې.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري ويس اګر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ۴ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ميکايل نيسر او پيټر سيډل ۱-۱ ويکټې ترلاسه کړې. راشد خان په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.


د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټريويس هېډ ترلاسه کړه، چې نن يې د اډلايډ سټرايکرز لپاره په زړه پورې توپوهنه ترسره او لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره اډلايډ سټرايکرز په ۱۱ لوبو کې ۶مه بريا خپله کړه او دويم مقام ته لاړ، همدا راز ميلبورن سټارز لوبډلې بيا په ۱۱ لوبو کې ۱۰ لوبو کې بريا خپله کړې او په لومړي مقام کې قرار لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …