خپلواک وېبپاڼه (١٩ جنوري ٢٠٢٠): د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هندۍ لوبډلې زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له اسټراليا څخه يې د لوبې تر څنګ لوبلړۍ هم وګټله.
د هند او اسټراليا ترمنځ دريمه يا وروستۍ يو ورځنۍ لوبه نن د هند په بنګلور کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د اسټراليا د پيل توپوهونکي ډيويډ وارنر او ارون فينچ په توپوهنه کې ناکامه او په ٣ او ١٩ منډو وسوځېدل، خو له هغه وروسته بيا سټيو سميت په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د اسټراليا لپاره يې ١٣١ منډې ترلاسه کړې، همدا راز مارنوس لابوشېن ٥٤ او الېکس کېري ٣٥ منډې وکړې.
اسټراليا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٦ منډې وکړې او د هند لوبډلې ته يې د ٢٨٧ منډو هدف وټاکه.
د هند له لوري يو ځل بيا محمد شامي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ اسټراليايي لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز رويندرا جډيجا ٢، کلديپ يادو او نوديپ سېني هم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
د د ٢٨٧ منډو هدف هندۍ لوبډلې ته يو اسانه هدف شو، چې په ٤٧.٣ اورونو کې يې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د هند د پيل توپوهونکي روهيت شرما ١١٩، لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٨٩ او شرياس اير ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اسټراليا له لوري اډم زمپا، اشټون اګر او جوش هېزلووډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
Champions 🇮🇳#INDvAUS pic.twitter.com/168H5qeSSa
— BCCI (@BCCI) January 19, 2020
د ٣ يو ورځنيو لوبو په دريمه يا وروستۍ لوبه کې هند د اسټراليا لوبډلې ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړې، چې له دې سره يې د لوبې د بريا تر څنګ په لوبلړۍ کې هم د ٢-١ سره بريا خپله کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه، چې نن يې د هند لپاره په زړه پورې توپوهنه ترسره او هندۍ لوبډله يې بريالۍ کړه.
د يادولو ده چې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې اسټراليا د هند له لوري ورکړل شوى هدف د کومې ويکټې سوځېدلو پرته پوره کړى و او په ١٠ ويکټو يې بريا خپله کړې وه، چې په دويمه لوبه کې بيا هند د ٣٦ منډو په توپير بريا خپله کړه.