کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلن نړيوال جام: پاکستان د سکاټلېنډ او هند د سريلانکا لوبډله ماته کړه
هند او پاکستان

١٩ کلن نړيوال جام: پاکستان د سکاټلېنډ او هند د سريلانکا لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٩ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لړ کې نن په شپږمه لوبه کې پاکستان د سکاټلېنډ او په ٧مه لوبه کې هند د سريلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او په نړيوال جام کې يې په برياوو سره پيل وکړ.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام شپږمه لوبه د سکاټلېنډ او پاکستان لوبډلو ترمنځ د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه سکاټلېنډ وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سکاټلېنډ په ٢٣.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٧٥ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې ته يې يو ډېر اسانه هدف ورکړ. د دوى له لوري تر ټولو زياتې ٢٠ منډې عزېر شاه وکړې.

د پاکستان له لوري محمد وسيم ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز طاهر حسېن ٣ او عباس اپريدي ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ٧٦ منډو هدف د پاکستان لوبډلې ډېر په اسانه په ١١.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٧ ويکټو يې لومړۍ بريا خپله کړه. د دوى له لوري عرفان خان ٣٨ ناسوځېدلې او لوبډلمشر روحېل نظير ٢٧ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ له لوري ليام نېلور، چارلي پيټ او کيس سجاد ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد وسيم ترلاسه کړه چې ٥ لوبغاړي يې سوځولي و.


همدا راز ٧مه لوبه بيا د هند او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په بلومفونټين کې ترسره شوه. د دغه لوبې په پيل کې پچه سريلانکا وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٧ منډې وکړې، د دوى له ډلې يشسوي جېسوال ٥٩، لوبډلمشر پريام ګرګ ٥٦، درو جوريل ٥٢ ناسوځېدلې، تلک ورما ٤٦ او سديش وير ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سريلانکا له لوري امشي ډي سلوا، اشيان ډينيل، دلشان مدوشانکا او کويندو ناديشان ١-١ ويکټ واخيسته.

د ٢٩٨ منډو هدف د سريلانکايي لوبغاړو لپاره د غره سر ته ختل و، چې دوى پکې ناکامه شو، سريلانکا په ٤٥.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٧ منډې وکړې او په ٩٠ منډو يې له هندۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړله. د دوى له لوري لوبډلمشر اېن ډي پيريرا ٥٠، روينډو رسانتا ٤٩ او کامل مشرا ٣٩ منډې وکړې.

د هند له لوري اکاش سينګ، سديش وير او روي بشنويي ٢-٢، يشسوي جېسوال، سشانت مشرا او کارتيک تياګي ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سديش وير ترلاسه کړه، چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې ښه وځلېده.


د يادولو ده چې د جنورۍ په ٢٠مه نېټه به د انګلستان لوبډله له ويسټ انډيز سره او د اسټراليا لوبډله د نايجيريا سره مخامخ کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …