کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش کې محمد نبي په ١ اور کې ٢٤ منډې ورکړې
محمد نبي

بيګ باش کې محمد نبي په ١ اور کې ٢٤ منډې ورکړې

خپلواک وېبپاڼه (١٩ جنوري ٢٠٢٠): د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې محمد نبي په ١ اور کې ٢٤ منډې ورکړې، چې له هغه وروسته بل اور ورنکړل شو، خو د نوموړي لوبډلې ميلبورن رينيګاډز د مجيب الرحمان لوبډلې بريسبين هيټ ته په ٤٤ منډو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې په بريسبين کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه بريسبين هيټ وګټله او لومړى يې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ميلبورن رينيګاډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې بيو ويبسټر ٣٦، شان مارش ٢٧، سميټ پټېل ٢٣ ناسوځېدلې او محمد نبي ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بريسبين هيټ له لوري بين لافلين ٣، بين کټينګ ٢ او جېمز پټېنسن ١ ويکټ ترلاسه کړه. مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٢٩ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٦٥ منډو هدف د بريسبين هيټ لوبډلې ته ډېر ګران پرېوته، چې ټوله لوبډله يې په ١٥ اورونو کې په ١٢٠ منډو وسوځېدله او په ٤٤ منډو يې له ميلبورن رينيګاډز لوبډلې څخه ماتې وخوړله. د دوى له لوري سام هېزليټ ٥٦ او لوبډلمشر کريس لين ٤١ منډې وکړې، خو بل کوم لوبغاړي ښه توپوهنه ونکړاى شوه.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري کېمرون بويس ٤، سمېټ پټېل او ډينيل کريسچين ٢-٢ او انډريو فيکيټ ١ ويکټ ترلاسه کړه. محمد نبي يوازې ١ اور ترسره کړ، چې ٣ شپږيزې او ١ څلوريزه پرې ولګېده او په يو اور کې نوموړي ٢٤ منډې ورکړې، چې له هغه وروسته بل اور ورنکړل شو.


د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کېمرون بويس ترلاسه کړه، چې نن يې د خپلې لوبډلې په بريا کې ښه رول ترسره کړ او ٤ لوبغاړي يې وسوځول.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …