کورپاڼه / که روغتيا غواړئ، نو هره دريمه ورځ څه مه خورئ
خوراک

که روغتيا غواړئ، نو هره دريمه ورځ څه مه خورئ

خپلواک وېبپاڼه (۵ سپتمبر ۲۰۱۹) ویانا: روغتیا پالان وایي، که چېرته غواړئ چې د ښه صحت خاوندان واوسئ، نو د ورځیني او منظم خوراک څخه به غوره دا وي، چې هره دریمه ورځ بالکل خوراک ونه کړو.

د سیل میټابولیزم طبي څېړنیزې مجلې په یو نوي خپور شوي راپور کې د پوهانو له خولې ویلي دي، چې ډېری خلک د وزن کمولو او ښې روغتیا لپاره ورځینی منظم خوراک کوي، خو دغه ورته دومره ګټور نه دی. خو که چېرته هره دریمه ورځ بالکل خوراک ونه کړي، نو دا به یې د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي او وزن به یې هم کم شي.

د سویټزرلېنډ د طب پوهنځي لومړی په ۶۰ کسانو څېړنه ترسره کړه، چې نیمو کسانو ته یې هر وخت د خوراک ازادي ورکړې وه او پاتې په نورو د خوراک بندیز لګېدلی و. چې په ۴۸ ساعتونو کې ۱۲ ساعته د هر ډول خوراک اجازت ورکړل شوی و او ۳۶ ساعتونه به یې په اوبو تېرول. همداراز ورځیني معاینات یې هم کېدل.

د څلور اونیو څېړنې څخه وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې ورځینی او منظم خوراک کوي، کومه ګټه یې ترې ونه لېده. خو هغه کسان چې هره دریمه ورځ خوراک نه کوي، زړه او شیریانونو یې ښه والی موندلی او په وزن کې ۳.۵ کیلو ګرامه کموالی راغلی.

د دې لپاره چې هره دریمه ورځ خوراک نه کول خو به کوم تاوان نه لري، طبي پوهانو په دغه اړه یوه بله څېړنه هم ترسره کړه.

په دې څېړنه کې په ۶۰ رضاکارو کسانو د ۶ میاشتو لپاره پرې نه خوراک معمول ګرځېدلی و او پايله یې اخیستل کېدل، چې بالاخره معلومه شوه، هره دریمه ورځ نه خوراک کوم منفي اغیز نه لري.

اوس طبي پوهان وایي، چې هره دریمه ورځ په ۲۴ ساعتونو کې بالکل خوراک نه کول، که څه هم سخته ده، خو عادت جوړول یې د ورځیني او منظم خوراک څخه ډېر ګټور ګڼل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځينه قاضۍ

کويټ کې په لومړي ځل ښځينه قاضيانې مقررې شوې

د کويټ حکومت په لومړي ځل ٨ ښځينه قاضيانې مقررې کړې دي، دا ښځې اوس …