کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي يو بل نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ
مهيندرا سينګ دهوني او ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي يو بل نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي يو بل نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ او د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني ريکارډ يې مات کړ.

ويراټ کوهلي چې نن سبا د نړۍ غوره توپوهونکى دى، هغه په يو ورځنيو او ټېسټ سياليو کې د درجه بندۍ په لومړي مقام کې قرار لري او هره ورځ نوي نوي ريکارډونه جوړوي.

نوموړي پرون د اسټراليا پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې هم زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ٨٩ منډې يې وکړې، چې له دې سره يې د لوبډلمشر په حېث هم ٥٠٠٠ منډې پوره کړې. نوموړى د نړۍ په کچه لومړنى لوبډلمشر شو، چې په ډېرو کمو لوبو کې يې ٥٠٠٠ منډې پوره کړې او له دې سره يې د مهيندا سينګ دهوني ريکارډ مات کړ.


ويراټ کوهلي د لوبډلمشر په حېث په يو ورځنيو لوبو کې د چټکو ٥٠٠٠ منډوو پوره کولو ريکارډ په ٨٢ لوبو کې جوړ کړ، حال دا چې مهيندرا سينګ دهوني بيا د لوبډلمشر په حېث ٥٠٠٠ منډې په ١٢٧ لوبې کې کړې وې، چې ښايي تر ډېره پورې د ويراټ کوهلي ريکارډ څوک مات نه کړاى شي.

همدا راز په نورو لوبډلمشرانو کې بيا د اسټراليا پخوانى لوبډلمشر ريکي پونټينګ اوس په دريم مقام دى، چې په ١٣١ يو ورځنيو لوبو کې يې د لوبډلمشر په حېث ٥٠٠٠ چټکې منډې ترلاسه کړې دي. له هغه وروسته بيا د سويلي افريقا ګريم سميت راځي، چې دغه هدف يې په ١٣٥ لوبو کې پوره کړى دى، ورپسې بيا د هندۍ لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سارو ګنګولي راځي، چې دغه هدف ته يې په ١٣٦ لوبو کې ځان رسولى دى.

چټکې ٥٠٠٠ منډې

د اسټراليا سره د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې ويراټ کوهلي ١٦، دويمه کې ٧٨ او په دريمه کې ٨٩ منډې وکړې، چې په دغه لوبلړۍ کې دويم توپوهونکى شو چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز په هندي لوبغاړو کې بيا ويراټ کوهلي په دغه لوبلړۍ کې زياتې ١٨٣ منډې ترلاسه کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …