کورپاڼه / خپلواک / کومو لوبغاړو د پنځوسيزو سليزې وهلي؟
د ډېرو پنځوسيزو ريکارډ

کومو لوبغاړو د پنځوسيزو سليزې وهلي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د کرکټ په لوبو کې پنځوسيزې او سليزې وهل دومره اسانه کار هم نه دى، خو بيا داسې توپوهونکي هم شته چې هغوى په يو ورځنيو لوبو کې د پنځوسيزو هم سليزې پوره کړي دي، چې په دې لړ کې د هند لوبډلمشر ويراټ کوهلي تازه د پنځوسيزو سليزه پوره کړې ده.

ويراټ کوهلي چې د اسټراليا پر وړاندې د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ کې يې په دوه لوبو کې پنځوسيزې ووهلې، نو په يو ورځنيو لوبو کې يې ټولې پنځوسيزې ١٠٠ کړې او پنځم هغه توپوهونکى شو، چې په يو ورځنيو لوبو کې د پنځوسيزو سليزه وهي.

که نورو لوبغاړو ته پام وکړو، نو د هند مخکښ پخوانى توپوهونکى سچن ټنډولکر بيا تر نورو ډېر مخکښې دى، نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې ١٤٥ پنځوسيزې وهلي دي، چې دا يو ستر ريکارډ دى او د نوموړي په نوم دي. سچن ټنډولکر چې په ١٩٨٩ کې يې لوبه پيل کړې وه، په ٢٠١٢ کال کې يې له نړيوال کرکټ نه استعفا وکړه. هغه په ٤٦٣ لوبو کې ١٨٤٢٦ منډې ترلاسه کړې وې.

سچن ټنډولکر

له هغه وروسته د سريلانکايي توپوهونکي کمار سنګاکارا نوم راځي، چې په ٢٠٠٠ کال کې يې کرکټ پيل کړى و او په ٢٠١٥ کال کې يې له کرکټ سره مخه ښه وکړه. نوموړي ١١٨ پنځوسيزې وهلي دي، همدا راز په ٤٠٤ لوبو کې يې بيا ١٤٢٣٤ منډې هم کړي دي.

کمار سنګاکارا

په دريم مقام د اسټراليا پخوانى لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ريکي پونټينګ راځي، نوموړي ١١٢ پنځوسيزې وهلي دي. ريکي پونټينګ ٣٧٥ لوبو کې ١٣٧٠٤ منډې ترلاسه کړي دي. نوموړي چې په ١٩٩٥ کې يې نړيوال کرکټ پيل کړى و، په ٢٠١٢ کال کې يې له نړيوال کرکټ نه استعفا وکړه.

ريکي پونټينګ

په څلورم مقام کې بيا د سويلي افريقا ژاک کېلس راځي، چې په ١٩٩٦ کې يې نړيوال کرکټ پيل کړى و او په ٢٠١٤ کال کې يې له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. نوموړي ٣٢٨ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وې چې ١١٥٧٩ منډې يې ترلاسه کړې وې او همدا راز ١٠٣ پنځوسيزې يې هم وهلې وه.

ژاک کېلس

په دغه ليسټ کې وروستى نوم بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د اوسني لوبډلمشر او د يو ورځنيو او ټېسټ لوبو مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي دى، چې نوموړي تېره ورځ د پنځوسيزو سليزه پوره کړه. ويراټ کوهلي تر دې مهاله پورې ٢٤٥ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې ١١٧٩٢ منډې يې ترلاسه کړي دي او همدا راز د ٤٣ سليزو تر څنګ يې ١٠٠ پنځوسيزې هم په خپل نوم کړي دي.

ويراټ کوهلي او روهيت شرما

 

د يادولو ده چې ويراټ کوهلي د دې تر څنګ نور ډېر ريکارډونه هم مات کړي او په خپل نوم کړې يې دي، تر ډېره هيله کېږي چې د سچن ټنډولکر د ډېرو سليزو ريکارډ هم ويراټ کوهلي مات کړي، ځکه د هغه د ډېرو سليزو د ريکارډ ماتولو په اړه تر دې مهاله فکر نه کېده چې څوک به يې مات کړي، خو اوس ويل کېږي چې که ويراټ کوهلي همداسې روان و، نو د هغه د دغه ستر ريکارډ تر څنګ نور به هم ډېر ستر ستر ريکارډونه مات کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …