کورپاڼه / خپلواک / تازه درجه بندي: بومرا اول او مجيب الرحمان په دريم مقام کې دي
مجيب الرحمان

تازه درجه بندي: بومرا اول او مجيب الرحمان په دريم مقام کې دي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د يو ورځنيو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړې ده، چې په دغه درجه بندۍ کې د توپ اچونې په برخه کې افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان اوس هم په دريم مقام کې قرار لري.

د تازه درجه بندۍ تر مخه، د هند چټک توپ اچونکى جسپريت بومرا د ٧٦٤ امتيازونو په لرلو سره لومړى مقام لري، همدا راز ورپسې بيا د نيوزيلېنډ ټرينټ بولټ د ٧٣٧ امتيازونو په لرلو سره په دويم مقام کې قرار لري.

له هغه وروسته بيا د افغان ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان نوم راځي، چې د يو ورځنيو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې ٧٠١ امتيازونه لري او په دريم مقام باندې ولاړ دى.

د سويلي افريقا کاګيسو رباډا بيا په نوې درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى، نوموړى د اسټراليا له پاټ کومنز نه يو نومره مخکې شوى دى، ځکه چې د کاګيسو رباډا امتيازونه ٦٨٤ ته پورته شوي دي او د پاټ کومنز امتيازونه بيا ٦٧٣ دي، چې يوه نومره ښکته راغلى دى، کاګيسو په څلورم او ټرينټ په پنځم مقام کې اوس قرار لري.

د انګلستان کريس ووکس هم د ٦٦٤ امتيازونو په لرلو سره په خپل شپږم مقام ولاړ دى، خو د پاکستان محمد عامر بيا يو مقام پرمختګ کړى دى چې د ٦٥٦ امتيازونو په لرلو سره ٧م مقام ته پورته شوى دى.

د نيوزيلېنډ مټ هينري او لوکي فيرګوسن هم يو يو مقام پرمختګ کړى دى او د ٦٥٣ او ٦٤٨ امتيازونو په لرلو سره په اتم او نهم مقام کې قرار لري، خو د اسټراليا مچل سټارک بيا درې مقام ښکته راغلى دى او د ٦٥٤ امتيازونو په لرلو سره په لسم مقام کې قرار لري.


١٨ کلن ورو او مخکښ توپ اچونکى مجيب الرحمان چې ورځ تر بلې ښه ځلېږي، نه يوازې د افغانستان لپاره ښه لوبه ترسره کوي، بلکې په تجارتي ليګونو کې هم نوموړى ځلېږي او اوس د بنګله دېش تجارتي ليګ نه وروسته په اسټراليا کې د بيګ باش تجارتي ليګ کې لوبېږي.

مجيب الرحمان چې تراوسه پورې يې د افغانستان لپاره په ٤٠ يو ورځنيو لوبو کې استازولي کړې ده، د ٢٢.٤٤ په اوسط يې ٦٣ لوبغاړي سوځولي دي او ايکانومي يې بيا ٣.٩٤ ده، همدا راز په يوه لوبه کې يې بيا د ٥٠ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځول غوره توپ اچونه ده.

که د يو ورځنيو درجه بندۍ د الراونډرانو خبره وشي، نو د انګلستان بين سټوکس په لومړي مقام دى او د افغانستان محمد نبي بيا په دويم مقام کې قرار لري، همدا راز په دريم مقام کې د پاکستان عماد وسيم، په څلورم کې د انګلستان کريس ووکس او په پنځم مقام کې بيا د افغانستان ورو توپ اچونکى راشد خان قرار لري.

همدا راز د توپوهونکو په لړ کې بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د تېر په څېر لومړى مقام لري، چې ورپسې روهيت شرما او بابر اعظم په دويم او دريم مقام کې قرار لري، خو د توپوهونکو په لړ کې بيا په لس غوره توپوهونکو کې کوم افغان لوبغاړى نشته.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …