کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د يو ورځنيو لوبو ١٠ غوره توپ اچونکو کې نشته
راشد خان ۱

راشد خان د يو ورځنيو لوبو ١٠ غوره توپ اچونکو کې نشته

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى او پخوانى لوبډلمشر راشد خان چې يو مهال د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې د توپ اچونکو په برخه کې غوره مقام درلود، په تازه درجه بندۍ کې هغه په ١٠ غوره توپ اچونکو کې ځاى نه لري.

په ٢٠١٨ کال کې راشد خان د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړى مقام درلود، نوموړى د هند تر جسپريت بومرا، د نيوزيلېنډ ټرينټ بولټ، د اسټراليا جوش هېزلووډ، د پاکستان حسن علي، د سويلي افريقا عمران طاهر، کاګيسو رباډا، د هند يوژيندرا چاهل، د نيوزيلېنډ مچل سانتنر او د اسټراليا له مچل سټارک څخه مخکې و.

خو د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې نوموړى ورو ورو ښکته راروان و، چې اوس په تازه درجه بندۍ کې په ١٠ غوره توپ اچونکو کې هم قرار نه لري او نوموړى اوس د ٦٣٠ امتيازونو په لرلو سره په ١١م مقام کې قرار لري.

د يو ورځنيو لوبو په تازه درجه بندۍ کې د توپ اچونکو کې لومړى مقام د هند جسپريت بومرا لري، په دويم مقام بيا د نيوزيلېنډ ټرينټ بولټ او په دريم مقام د افغانستان مجيب الرحمان دي.

همدا راز ورپسې بيا کاګيسو رباډا، پاټ کومنز، کريس ووکس، محمد عامر، مټ هينري، لاچلن فيرګوسن او مچل سټارک قرار لري، چې تر دوى وروسته بيا د راشد خان نوم راځي.

همدا راز د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې بيا راشد خان په پنځم مقام دى او محمد نبي په دويم مقام کې قرار لري.

خو د شل اوريزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې بيا راشد خان د ٧٤٩ امتيازونو په لرلو سره خپل لومړى مقام ساتلى دى، همدا راز په دغه لړ کې بيا مجيب الرحمان د ٧٤٢ امتيازونو په لرلو سره تر راشد خان وروسته دويم مقام لري.

په نورو توپ اچونکو کې مچل سانتنر، عماد وسيم، اډم زمپا، انډيلي پيليکواو، عادل رشيد، شاداب خان، اشټون اګر او کريس جورډن هم په لس غوره توپ اچونکو کې قرار لري.

خو که د شل اوريزو لوبو د لس غوره الراونډرانو خبره وشي، نو راشد خان په دغه ليسټ کې بېخي نشته دى او محمد نبي بيا په دغه درجه بندۍ کې خپل لومړى مقام ساتلى دى. د الراونډرانو په برخه کې بيا ګلبدين نايب په ٢٦م مقام او راشد خان په ٢٨م مقام کې قرار لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …