کورپاڼه / خپلواک / نازيه اقبال او خاوند يې په طلاق پښېمانه شوي
نازيه اقبال او جاوېد فضا

نازيه اقبال او خاوند يې په طلاق پښېمانه شوي

خپلواک وېبپاڼه (۵ سپتمبر ۲۰۱۹): د پښتو ژبې نوموتې سندرغاړې نازيه اقبال او د هغې خاوند جاوېد فضا تېره ورځ يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، چې نازيه اقبال پکې له خپل خاوند څخه طلاق غواړي او خاوند يې طلاق ورکوي، خو اوس تازه نازيه اقبال او خاوند يې وايي، چې په خپله پرېکړه پښېمانه دي.

په ياده ويډيو کې نازيه اقبال ډېره جذباتي او احساساتي ښکاري او په ژړغوني انداز وايي، چې زه په خپل هوش کې له جاوېد فضا طلاق غواړم او نور ورسره زما ژوند نه تېرېږي، همدا راز جاوېد فضا وايي چې هغه نه غواړي نازيه اقبال ته طلاق ورکړي، خو بيا له نازيه اقبال پوښتنه کوي، چې ته په خپله خوښه طلاق غواړې؟

دا هم ولولئ: نازیه اقبال له خپل خاوند نه طلاق واخيست

نو نازیه اقبال ورته په ځواب کې وايي، چې هو، زما ستا سره نور وخت نه تېرېږي. همدا وي چې جاوېد فضا بيا درې ځلې (نازيه اقبال ته په ما طلاقه يې) جمله تکراروي او نازيه اقبال ته طلاق ورکوي.

خو تازه دواړو له ډيوه راډيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوی نه دغه کار په احساساتو کې ترسره شوی دی او اوس په خپله پرېکړه پښېمانه دي.

دوی زياته کړې ده، چې اوس د فلحال لپاره دوی له يوه بله جدا شوي دي، خو وروسته به د تل لپاره د بيلېدو يا يو ځای کېدو په اړه پرېکړه وکړي او هر څه به د مذهبي اصولو سره سم کوي.

دواړو همدا راز ويلي دي، چې ۶ ماشومان لري او اوس په دې فکر کوي چې د دوی له يادې پرېکړې وروسته به د هغوی په ژوند څه اغېز وکړي، نو همدا لامل دی چې دوی بېرته په خپله پرېکړه پښېمانه شوي دي.

د يادولو ده چې د دواړو تر څنګ په پاکستان کې ستونزې راغلې وې، چې بيا يې ځينو کسانو په منځ کې جرګه کړې وه او د دوی ستونزه يې سره هواره کړې وه. خو اوس تازه ويل کېږي چې د ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق د دوی ترمنځ دريمګړی ټاکل شوی دی، تر څو د دغه مشکلاتو د هواري هڅه وکړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …