کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش ظاهر خان ته: بل کال ته بيا راشه
ظاهر خان

بيګ باش ظاهر خان ته: بل کال ته بيا راشه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان ورو توپ اچونکى ظاهر خان چې په اسټراليا کې د بيګ باش تجارتي ليګ کې لوبېده، هلته يې سفر پاى ته رسېدلى دى، چې بېرته خپل هېواد ته راروان دى.

ظاهر خان چې د بيګ باش تجارتي ليګ کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېده، په خپل ټويټر کې د هوايي ډګر يو انځور خپور کړى دى، چې خپل سامان ورسره دى او ښکاري داسې چې بېرته هېواد ته راستنېږي.

نوموړي په خپل ټويټر د بريسبين هيټ لوبډلې له مسوولينو مننه کړې ده، چې هغه ته يې په بيګ باش تجارتي ليګ کې د لوبېدو فرصت برابر کړ. نوموړى وايي، چې په بيګ باش تجارتي ليګ کې لوبېدل يې يو خوب و. هغه همدا راز د بيګ باش په پاتې لوبو کې د بريسبين هيټ لوبډلې ته د بريا دعاوې هم کړي دي.


د ظاهر خان ياد پوسټ ته لاندې د بيګ باش تجارتي ليګ له رسمي ټويټر څخه ريپلاى شوې ده او ورته ليکل شوي دي، چې بل کال ته بېرته راشه.


تراوسه پورې په دې اړه پوره معلومات نشته، چې ظاهر خان ولې په بيګ باش کې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره په ټولو لوبو کې ګډون نه کوي، خو د مجيب الرحمان اسټراليا ته له ورتګ او هلته د بريسبين هيټ لوبډلې سره د يو ځاى کېدو نه وروسته ظاهر خان په دغه لوبډله کې نه دى لوبېدلى.

ظاهر خان چې د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره په ٨ لوبو کې ولوبېده، هغه د ٢٣.٨٧ په اوسط سره ٨ لوبغاړي وسوځول او په يوه لوبه کې يې بيا د ١٨ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي وسوځول، چې دا يې په بيګ باش کې غوره توپ اچونه ده.


د يادولو ده چې له ظاهر خان پرته په بيګ باش تجارتي ليګ کې راشد خان د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې، محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې، قېس احمد د هوبارټ هوريکنز لوبډلې او مجيب الرحمان د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …