کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په دريمه ټېسټ لوبه کې سويلي افريقا ته ستره ماتې ورکړه
انګلستان لوبډله

انګلستان په دريمه ټېسټ لوبه کې سويلي افريقا ته ستره ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د انګلستان او سويلي افريقا په دريمه ټېسټ لوبه کې انګلستان په يوې پاڼۍ او ٥٣ منډو ستره بريا خپله او دريمه ټېسټ لوبه يې هم په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د جنورۍ په ١٦مه نېټه په پورټ ايليزبت کې پيل شوه، د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٤٩٩ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلئير کړه. د دوي له لوري اولي پاپ ١٣٥ ناسوځېدلې، بين سټوکس ١٢٠، زاک کراولي او سام کران ٤٤-٤٤ او مارک ووډ ٤٢ منډې ترلاسه کړې.

د سولي افريقا له لوري کيشو مهاراج ٥ او کاګيسو رباډا ٢ لوبغاړي وسوځول.

سويلي افريقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوانټين ډي کوک ٦٣ او ډين ايلګر ٣٥ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډام بيس ٥ او سټارټ بروډ ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د سويلي افريقا لوبډله له فالو ان سره مخامخ شوه، چې ځکه د انګلستان لوبډله ترې ٢٩٠ منډې مخکې وه، له دې لامله سويلي افريقا خپله دويمه پاڼۍ هم پيل کړه.

سويلي افريقا په دويمه پاڼۍ کې ٢٣٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيشو مهاراج ٧١ ډېن پيټرسن ٣٩ ناسوځېدلې منډې وکړې. سويلي افريقا ونه شول کولاى چې په دويمې پاڼۍ کې هم د انګلستان د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي او له دې سره يې په يوه پاڼۍ او د ٥٣ منډو په توپير له انګلستان سره څخه ستره ماتې وخوړله.

د انګلستان له لوري جو روټ ٤ او مارک ووډ ٣ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اولي پاپ ته ورکړل شوه، چې د ١٣٥ منډو په زړه پورې ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړې وه، چې له لامله يې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٩٩ منډې وکړې.

د يادولو ده چې انګلستان د ٤ ټېسټ سياليو په لوبلړۍ کې د ٢-١ سره مخکې شوه، د دغه لړۍ څلورمه يا وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ٢٤مه نېټه پيل او تر ٢٨مې نېټې پورې دوام وکړي، چې په جوهانسبرګ کې به ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …