کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: اسټراليا نايجيريا ته په رڼا ورځ ستوري ښکاره کړل
اسټراليا ١٩ کلنه لوبډله

١٩ کلنو نړيوال جام: اسټراليا نايجيريا ته په رڼا ورځ ستوري ښکاره کړل

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په ٩مه لوبه کې د اسټراليا لوبډلې د نايجريا لوبډلې ته په رڼا ورځ د اسمان ستوري ښکاره کړل او په ستر توپير يې ترې په لوبه کې بريا خپله کړه.

دغه لوبه چې په کيمبرلى کې ترسره شوه، په پيل کې نايجيريا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د نايجيريا لوبډلې لوبغاړي د اسټراليايي توپ اچونکو مخې ته ټينګ نه شو او پرلپسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې، چې اوليانکا اولالي يوازينى توپوهونکى چې پ٢١ منډې يې ترلاسه کړې او له هغه پرته بل هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې تر لسو پورې منډې وکړي.

د نايجيريا ټوله لوبډله په ٣٠.٣ اورونو کې وسوځېدله او اسټراليايي لوبډلې ته يې د ٦٢ منډو هدف وټاکه.

د اسټراليا له لوري تنوير سنګا او برېډلي سيمپسون په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې لومړي پنځه او دويم بيا درې ويکټې ترلاسه کړې.

د ٦٢ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې په ٧.٤ اورونو کې د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته پوره کړ او د ١٠ ويکټو په توپير يې د نايجيريا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري سام فانينګ ٣٠ ناسوځېدلې او جېک فراسر مک ګرک ٢٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه تنوير سنګا ترلاسه کړه، چې د نايجيريا ٥ لوبغاړي يې سوځولي و.

دا په بي ګروپ کې د اسټراليا دويمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، اسټراليا تر دې مخکې د ويسټ انډيز لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړې وه، چې ويسټ انډيز ورته د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جامونو په لړ کې له لومړي ځل ماتې ورکړې وه.

نن بله لوبه د ويسټ انډيز او انګلستان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو ترمنځ روانه ده، چې ويسټ انډيز د انګلستان لوبډلې ته د ٢٦٨ منډو هدف ټاکلى دى او انګلستان اوس توپوهنه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …