کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز د ١٩ کلنو نړيوال جام کې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه
ويسټ انډيز او انګلستان

ويسټ انډيز د ١٩ کلنو نړيوال جام کې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ جنوري ٢٠٢٠): د ويسټ انډيز ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو په نړيوال جام کې له اسټراليا وروسته د انګلستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او پرلپسې دوه لوبو کې يې بريا خپله کړه، چې له دې سره يې د مخکې تګ چانسونه لا ډېر کړل.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ٨مه لوبه چې په کيمبرلي کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيولون اېنډرسن ٨٦ ناسوځېدلې، نييم ينګ ٦٦ او ليونارډو جولين ٤٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري حميدالله قادري او ليويس ګولډزورتي ٢-٢، جارج بېلډرسن، کېسي الډريج او جوى ايويسون ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د باران له لامله لوبه د ځنډ ښکار شوه، له دې لامله انګلستان ته په ٤٣.٤ اورونو کې د ٢٥٦ منډو هدف وټاکل شو.

د ٢٥٦ منډو د هدف په تعقيب کې انګلستان په ټاکلو ٤٣.٤ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې وکړې، چې د ډي ايل قانون له مخې يې په ٧١ منډو د ويسټ انډيز له لوبډلې ماته وخوړله. د دوى له لوري ټام کلارک ٣٨ او بين چارلس ورت ٣٦ منډې ترلاسه کړې.

د ويسټ انډيز له لوري نييم ينګ په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ انګلستاني لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز اشميډ نيډ ٢، ميتيو پېټريک او ميتيو فورډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نييم ينګ ترلاسه کړه، چې په توپوهنه کې يې ٦٦ منډې او په توپ اچونه کې يې ٥ لوبغاړي وسوځول.

ويسټ انډيز په ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې دوه لوبې ترسره کړې، چې په لومړۍ کې يې اسټراليا او په دويمه کې يې انګلستان ته ماتې ورکړه، له دې سره يې ٤ نومرې ترلاسه او بي ګروپ کې د سر لوبډله شوه.

د يادولو ده چې سبا به (د جنورۍ په ٢١مه نېټه) د بنګله دېش او سکاټلېنډ ترمنځ په پوچيفسټروم کې او د هند او جاپان ترمنځ به په بلومفونټين کې لوبې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو …