کورپاڼه / خپلواک / شيکر دهون د نيوزيلېنډ پر وړاندې شل اوريزو سياليو نه بهر شو
شيکر دهون

شيکر دهون د نيوزيلېنډ پر وړاندې شل اوريزو سياليو نه بهر شو

خپلواک وېبپاڼه (۲۱ جنوري ۲۰۲۰): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ او چټک توپوهونکی شيکر دهون د نيوزيلېنډ پر وړاندې د راتلونکې شل اوريزه لوبلړۍ څخه بهر شو.

د معلوماتو تر مخه، د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د پيل توپوهونکی شيکر دهون د مټ د ټپي کېدو (Shoulder Injury) له لامله به ونه شي کولای چې د هند او نيوزيلېنډ په ۵ شل اوريزو لوبو لړۍ کې ګډون وکړي.

د هند کرکټ بورډ دا خبره تاييد کړې ده، چې شيکر دهون به د نيوزيلېنډ پر وړاندې په شل اوريزو لوبو لړۍ کې ونه لوبېږي، ځکه د هند کرکټ ملي لوبډله پرون د اکلېنډ پر لورې تللې ده.

شيکر دهون د اسټراليا پر وړاندې په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې چې د يکشنبې په ورځ په د هند په بنګلور کې ترسره شوه، په دغه لوبه کې يې مټ خوږ شوی دی، نو ځکه له لوبو ناست دی.

که څه هم د هند لوبډله اکلېنډ ته پرون تللې ده، خو تر دې مهاله پورې د هند کرکټ بورډ د شيکر دهون پر ځای بل لوبغاړی نه دی اعلان کړی، چې په دغه لړۍ کې به د شيکر دهون پر ځای څوک له هندۍ کرکټ لوبډلې سره يو ځای وي.

د هند او نيوزيلېنډ د ۵ شل اوريزو لوبو لړۍ د نيوزيلېنډ په اکلېنډ کې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه پيلېږي، دويمه لوبه د جنورۍ په ۲۶مه، دریمه د جنورۍ په ۲۹مه، څلورمه د جنورۍ په ۳۱مه او پنځمه د فبرورۍ په ۲مه نېټه ترسره کېږي، چې له هغه وروسته به بيا د يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د نيوزيلېنډ پر وړاندې د هند په لوبډله کې ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، روهيت شرما، جسپريت بومرا، يوژيندرا چاهل، شيوام ډوبی، شرياس اير، رويندرا جډيجا، کلديپ يادو، محمد شامي، منيش پانډی، ريشاب پانټ، کی ایل راهول، نوديپ سېني، شردل ټاکر او واشينګټن سندر شامل دي، چې اوس ترې شيکر دهون ليرې شو.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …