کورپاڼه / خپلواک / ۱۹ کلنو نړيوال جام: هنديانو پر جاپانیانو سرونه وګرځول
هندۍ ۱۹ کلنه لوبډله

۱۹ کلنو نړيوال جام: هنديانو پر جاپانیانو سرونه وګرځول

خپلواک وېبپاڼه (۲۱ جنوري ۲۰۲۰): د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې هندۍ لوبډلې پر جاپاني لوبغاړو سرونه وګرځول چې ۵ لوبغاړي يې ورته په صفر وسوځول او بل کوم لوبغاړی هم په دې ونه توانېده چې ۱۰ منډې وکړي.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په بلومفونټين کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې هند پچه وګټله او لومړی يې د جاپان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

جاپانۍ لوبډله توپوهنې ته راووتله، خو هېڅ لوبغاړی يې په دې ونه توانېده چې تر لسو پورې منډې ترلاسه کړې، تر ټولو زیاتې ۷ منډې وې چې شو ناګوچي او کينټو ډوبيل وکړې، په نورو لوبغاړو کې پنځه بيا په صفر وسوځېدل او درې لوبغاړو يوازې ۱-۱ منډه ترلاسه کړه.
د جاپان ټوله لوبډله په ۲۲.۵ اورونو کې وسوځېدله او ۴۱ منډې يې وکړې، چې هندۍ لوبډلې ته يې د ۴۲ منډو اسانه هدف وټاکه.

د هند له لوري روي بشنويي په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ۴ جاپاني لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز کارتيک تياګي ۳، اکاش سينګ ۲ او ويديادر پټېل ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۴۲ منډو هدف هندي لوبغاړو په ۴.۵ اورونو کې د کومې ويکټې سوځېدو پرته پوره کړ او د ۱۰ ويکټو په توپير يې د جاپان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند له لوري يشسوي جېسوال ۲۹ ناسوځېدلې او کمار کشاګرا ۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روي بشنويي ترلاسه کړه، چې په ۸ اورونو کې يې ۳ اورونه مېډين کړي و، ۵ منډې يې ورکړې وې او ۴ لوبغاړي يې سوځولي و.

دا د جاپان دويمه لوبه وه، چې لومړۍ لوبه يې بې نتيجې پای ته رسېدلې وه او دويمه لوبه کې يې ستره ماتې وخوړه. د يادولو ده چې دا د جاپانۍ لوبډلې لومړی ځل دی چې د کرکټ نړيوالې شورا په کوم جام کې يې ګډون کړی دی.

همدا راز د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې په نړيوال جام کې پرلپسې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه.

نن د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام بله لوبه بيا د سکاټلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ روانه ده، چې سکاټلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته ۹۰ منډې هدف ورکړی دی او بنګله دېش اوس مهال توپوهنه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …