کورپاڼه / خپلواک / ټېسټ لوبه: رحمت شاه تاريخ جوړ کړ
رحمت شاه

ټېسټ لوبه: رحمت شاه تاريخ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۵ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان مخکښ توپوهونکي رحمت شاه د افغانستان په کرکټ کې تاريخ جوړ کړ، نوموړی د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړنی توپوهونکی شو چې سليزه يې پوره کړه. هغه د بنګله دېش په وړاندې ۱۰۲ منډې وکړې.

له کوم وخت راهيسې چې افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی، نو له بنګله دېش سره اوس روانه لوبه يې دریمه ټېسټ لوبه ده، له دې مخکې يې له هند او ايرلېنډ سره ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.

افغانستان د ايرلېنډ سره په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې بريا خپله او تاريخ يې جوړ کړ، همدا راز په هغه لوبه کې رحمت شاه يوازينی توپوهونکی و چې تر ټولو ډېرې منډې يې وکړې، خو نوموړي خپله سليزه پوره نه کړه او په لومړي اننګز کې په ۹۸ منډو وسوځېده.

د بنګله دېش په وړاندې په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې رحمت شاه د ۲ شپږيزو او ۱۰ څلوريزو په مټ ۱۰۲ منډې وکړې او د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړنی توپوهونکی شو، چې په ټېسټ کرکټ کې يې سليزه ووهله.

نوموړي همدا راز دوه پنځوسيزې هم وهلي دي، چې دواړه پنځوسيزې يې د ايرلېنډ په وړاندې په ټېسټ لوبه کې وهلي دي.

هغه همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هم ۴ سليزې وهلي دي.

افغانستان د بنګله دېش په وړاندې په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې د لوبې پچه ګټلې او لومړی توپوهنه کوي، چې تر دې مهاله پورې يې په ۷۵ اورونو کې ۲۰۷ منډې کړي دي او ۵ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

ابراهيم ځدراڼ ۲۱، احسان الله جنت ۹، حشمت الله شهيدي ۱۴ او محمد نبي په صفر منډو سوځېدلي دي. همدا راز اصغر افغان بيا ۵۲ منډې کړي او لا هم توپوهنې ته ولاړ دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …