خپلواک وېبپاڼه (٢١ جنوري ٢٠٢٠): په بيګ باش کې نن افغان الراونډر محمد نبي توپان وکړ، هغه نه يوازې دا چې ١ ويکټ ترلاسه کړه، بلکې په ٣ توپونو يې ٦٣ منډې وکړې چې ٤ شپږيزې او ٤ څلوريزې يې هم ووهلې، خو لوبډله يې بيا هم له ناکامۍ سره مخ شوه.
د بيګ باش تجارتي ليګ نننۍ لوبه د هوبارټ هوريکنز او ميلبورن رينيګاډز ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پيل کې پچه ميلبورن رينيګاډز لوبډلې وګټله او لومړى يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ماکاليسټر رايټ ٧٠ ناسوځېدلې، لوبډلمشر ميتيو وېډ ٦٦ او بين مک ډيرموټ ٣٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ميلبورن رينيګاډز له لوري کېمرون بويس ٢ ويکټې ترلاسه کړې او محمد نبي په ٤ اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٩١ منډو د هدف پر وړاندې د ميلبورن رينيګاډز له لوري مارکوس حارث په ٢ منډو وسوځېده، خو دويم د پيل توپوهونکي شان مارش ٥٦ منډې وکړې، ورپسې سام هارپر هم په ٦ منډو وسوځېده او بيو ويبسټر ٥٠ منډې ترلاسه کړې، خو محمد نبي چې توپوهنې ته راغى، نو چټکه توپوهنه يې پيل کړه چې د ٤ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې په ٣٠ توپونو ٦٣ منډې وکړې.
خو ميلبورن رينيګاډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې وکړې او په ٤ منډو يې لوبه وبايلله.
د هوبارټ هوريکنز له لوري قېس احمد په ٤ اورونو کې ٢٥ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، همدا راز توماس راجرز، کليو روز او ناتن ايليس هم ١-١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ماکاليسټر رايټ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ترسره کړ.