خپلواک وېبپاڼه (٢١ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى او پخوانى لوبډلمشر راشد خان چې اوس مهال په بيګ باش تجارتي ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، تازه يې له ټوکو او نخرو ډکه ويډيو د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په ټويټر پاڼه کې خپره شوې ده.
بيګ باش تجارتي ليګ نه يوازې دا چې د ښه کرکټ لپاره پېژندل شوى تجارتي ليګ دى، بلکې د دغه ليګ ټولې لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د لوبغاړو په اړه ډېر جالب پوسټونه هم کوي او همدا راز ډېرې داسې ويډيوګانې هم جوړوي، چې د لوبغاړو مينه وال له ځان سره تړلي وساتي.
تازه د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په خپله ټويټر پاڼه باندې د راشد خان او پيل سالټ يوه ويډيو خپره کړې ده، چې دواړه د اډلايډ اوول لوبغالي په سر باندې ولاړ دي او همدا راز په پړو يې ځانونه تړلي دي او داسې ښکاري چې له پورته نه به ښکته راودانګي.
Sooooooo much fun climbing Adelaide Oval with @rashidkhan_19 and @PhilSalt1! 😃 #BlueEnergy #BBL09 pic.twitter.com/3kRWrmAKJM
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) January 21, 2020
دغه دوه دقيقې او ٣٩ ثانيې ويډيو چې په ټويټر کې خپره شوې ده، راشد خان او پيل سالټ پکې له يو بل سره ټوکې ټکالې او نخرې کوي او چې خلکو ډېره خوښه کړې ده.
که وويل شي چې د بيګ باش تجارتي ليګ يوازينۍ هغه ليګ دى چې لوبغاړي يې د لوبو تر څنګ داسې ساتلي دي چې په کومه ورځ لوبه نه وي، نو بيا تر ډېره هڅه کوي چې لوبغاړو ته د مستۍ ماحول راجوړ کړي، خو ښه خبره يې بيا دا هم ده چې د دغه خوښيو د صحنو ويډيوګانې هم له خلکو سره خپروي، چې د دوى مينه يې وويني.
“Don’t try that at home” 😂
It’s Winter 🆚 Nielsen in our next @VodafoneAU Strikers Challenge! #BlueEnergy #BBL09 pic.twitter.com/ztEN53c2Xg
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) January 20, 2020
راشد خان چې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې مهم توپ اچونکى دى، تر دې مهاله پورې يې په دغه ليګ کې ١١ سيالۍ ترسره کړي دي او ١٦ لوبغاړي يې سوځولي دي، چې د ډېرو ويکټو ترلاسه کوونکو په ليسټ کې بيا څلورم لوبغاړى دى.
د يادولو ده چې د راشد خان لوبډله سبا هم په بيګ باش ليګ کې لوبه لري، چې د افغانستان په وخت ١٢:٤٠ بجې به د ميلبورن سټارز لوبډلې سره په اډلايډ کې لوبه ترسره کوي.
He’s BACK! 💙 #BlueEnergy #BBL09 pic.twitter.com/kiwtOwqKFY
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) January 21, 2020