کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان يې سبا له اماراتو سره معلوموي
افغانستان او متحده عربي امارات

١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان يې سبا له اماراتو سره معلوموي

خپلواک وېبپاڼه (٢١ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لړ کې سبا د افغانستان او متحده عربي اماراتو ١٩ کلنو کم عمره لوبډلو لوبه ده.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په پوچيفسټروم ښار کې به ترسره شي، د افغانستان په وخت ١٢:٣٠ بجې به پيل کېږي، چې دواړه لوبډلې به د يوې بلې بريا لپاره خپل بخت وازمايي.

په ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې دا د دواړو لوبډلو دويمه لوبه ده، چې افغانستان او متحده عربي اماراتو تر دې مخکې يو يو بريا ترلاسه کړې ده.

افغانستان د ١٩ کلنو نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د کوربه هېواد سويلي افريقا سره ترسره کړې وه، چې دا د ١٩ کلنو نړيوال جام د پيل يا لومړۍ لوبه هم وه.

په دغه لوبه کې سويلي افريقا لومړۍ توپوهنه کړې وه چې افغانستان ته يې د ١٣٠ منډو هدف ټاکلى و، چې دغه هدف افغان لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړى و او لومړۍ بريا يې خپله کړې وه.

په دغه لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي شفيق الله غفاري د ١٥ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي سوځولي و، چې د افغانستان لپاره په ١٩ کلنو لوبغاړو کې تر ټولو غوره توپ اچونه ده.

همدا راز عمران مير او ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزې وهلې وې، چې عمران ٥٧ او ابراهيم ٥٢ منډې ترلاسه کړې وې او افغان لوبډلې ته يې په ډېرې اسانۍ سره بريا ور په برخه کړې وه.

همدا راز متحده عربي اماراتو بيا خپله لومړۍ لوبه د کاناډا له لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې کاناډا د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣١ منډې کړې وې چې متحده عربي اماراتو د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې وکړې او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

افغانستان او متحده عربي امارات په ډي ګروپ کې قرار لري، چې افغانستان لومړۍ او متحده عربي امارات دويمه لوبډله ده، خو دا به سبا وکتل شي چې په ډي ګروپ کې دويمه بريا افغانستان خپلوي او که متحده عربي امارات؟

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …